Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: ایران او پاکستان حق نه لري د افغانستان لپاره د حکومت څرنګوالي نسخې وړاندې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/01/09

 د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د پاکستان او ایران بهرنیو چارو وزیرانو وروستۍ څرګندونې،چې په افغانستان کې دې ټولګډونه حکومت رامنځ ته شي،د افغانستان په داخلي چارو کې ښکاره لاسوهنه ده. 

دوی وايي، اسلام اباد او تهران دا حق نه لري،چې افغانستان ته د ټولګډونه حکومت نسخه وړاندې کړي او د افغانستان  اوسني نظام بدیل نه ‌شته او که د حکومت جوړښت بدلیږي هم دا د افغانستان کورنۍ مسله ده او هره پرېکړه به افغان ولس کوي.

دغه راز دوی وايي، دغو دواړو هېوادونو ته یې توصیه داده،چې د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې پرځای خپلو کورنیو اقتصادي،سیاسي او امنیتي ستونزو ته توجه وکړي او خپلو ولسونه دې له ستونزو وژغوري. 

د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي:« پاکستان او ایران حق نه لري،چې یو ازاد او خپلواک هېواد ته د ټولګډونه حکومت نسخه ورکړي. اوسنی نظام هېڅ بدیل نه لري،په حکومت کې تغیرات راوستل او یا هم ملي اجماع رامنځ ته کول دا د افغانانو کورنۍ موضوع ده.ښه به دا وي،چې پاکستان خپلو اقتصادي او امنیتي مسایلو ته توجه ورکړي او ایران دې د خپلو خلکو ځپلو ته د پای ټکی کیږدي.» 

تهران او اسلام اباد په دې تورن دي،چې تل یې د افغانستان پر وړاندې دوه مخی سیاست لوبولی او د خپلو ګټو لپاره یې په هرډول شرایطو کې د افغانستان چارو کې لاسوهنې کړي دي. 

د بلاول بوټو او امیر عبداللهیان وروستۍ څرګندونې،چې په افغانستان کې یې پر ټولګډونه حکومت ټینګار کړی دی،د نړیوالو قوانینو خلاف یادیږي .

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« ایران او پاکستان تل د افغانستان پر وړاندې له دوه مخي سیاست کار اخېستی دی او د افغانستان په کورنیو چارو کې یې لاس وهنه کړې ده. ایران په کوردننه له ګڼو سیاسي ستونزو سره مخ دی او کله یې هم ټولګډونه حکومت نه درلوده او همداراز پاکستان له ډېرو لویو اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخ دی،خو بیا هم دوی د افغانستان ورانۍ ته لاسونه بډوهي. دا نه یوازې د نړیوالو قوانینو خلاف یو عمل دی، بلکې د ښه ګاونډي تصویر هم نه وړاندې کوي.» 

زرداري او عبداللهیان په افغانستان کې د ښځو د کار پر بندیز او د نجونو زده کړو پر ځنډولو هم اندیښنه څرګنده کړې،چې کارپوهان د دوی دغه اندیښنې په افغانستان کې د لاسوهنې لپاره پلمه ګڼي. 

د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي، دواړه هېوادونه ایران او هم پاکستان د ښځو هېڅ ډول حقوقو ته ژمن نه دي،په پاکستان کې له مذهبي لحاظه او په ایران کې د جنسیت له پلوه ښځې له تاوتریخوالي سره مخ دي.

نیازي زیاته کړه:« پاکستان او ایران هغه هېوادونه دي،چې دوی خپله  د ښځو حقوقو ته احترام نه لري. په ایران کې د ښځو پر وړاندې عملآ تاوتریخوالی روان دی او پاکستان کې هم د ښځو پر وړاندې مذهبي تاوتریخوالی پیل شوی دی،خو دوی پلمې جوړوي،ترڅو د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه وکړي.» 

ایران او پاکستان د افغانستان ګاونډي هېوادونه دي،چې تل په افغانستان کې پر لاسوهنې تورن دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري او د ایران بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان په ټیلفوني خبرو کې په دې غږېدلي،چې باید په افغانستان کې ټولګډونه حکومت رامنځ ته شي،خو کتونکي بیا په دې اند دي،چې دغه دواړه هېوادونه غواړي،چې د ټولګډونه حکومت په نوم هغه کسان او څيرې چې د دوی لپاره کار کوي، د افغانستان په حکومت کې ځای پرځای کړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist