Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: امریکا له اسلامي امارت سره له متخاصمې دیپلوماسۍ لاس اخېستی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/13

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په دې اند دي،چې د کابل په تړاو د واشنګټن وروستی اقتصادي او دیپلوماتیک دریځ د دې ښکاروندوي کوي،چې د امریکامتحده ایالتو پر مشرۍ غربي نړۍ د افغانستان د نوي نظام پر وړاندې له متخاصمې دیپلوماسۍ لاس پر سرشوې.

دوی وايي، لوېدیځ یو ډول نرمښت ښودلی دی،چې ورسره د افغانستان د بیا رسمیت پېژندنې هېلې زیاتې شوي دي. 

د دوی په خبره،نړۍ د افغانستان په تړاو  د ښځو د کار او زده کړو په برخه کې او همداراز د بشري حقونو په تړاو لاهم اندیښمنه ده.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« د ارمریکا ،غرب او طالبانو ترمنځ اړیکې نورې له متخاصمې دیپلوماسۍ اوښتې دي دي او مثبت لوري ته روانې دي. اوس طالبان د افغانستان د حکومت د استازو په توګه هڅه کوي،چې نړۍ ورسره رسمي تعامل ته لاړه شي،خو غرب، امریکا او ناټو غړي هېوادونه لاهم اندیښنې لري،د بشري د حقونو، د ښځو د کار او زده کړو د حق  او همداراز په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو د شتون او په لویه کې د افغانستان د امنیت او ټیکاو په برخه کې ضمانتونه هغه مسایل دي،چې لاهم د تور لیست د سپین والي پر وړاندې او د طالبانو حکومت رسمیت پیژندنې او بندیزونو لرې کولو پر وړاندې خنډ دي،خو اوس ورځې بلې ته دغه مسایل د خبرو له لارې روښانه او سپینیږي.» 

ځینې بیا وايي، پر اوکراین د روسیې برید نړۍ دوه قطبي کړې او دغې مسلې امریکا ته دا اندیښنه ورپیدا کړې،که چین او روسیه اسلامي امارت پر رسمیت پیژني زیات زیان به یې د  امریکامتحده ایالتو ته روسیږي. 

دوی وايي، د همدې کار د مخنیوي لپاره د امریکا متحده ایالت له اسلامي امارت سره نږدې والی ښي او تفاهم خبرې کوي،خو رسمیت پیژندنې ته تر سېدو زیاته لار پاتې ده،چې امریکا په دې تړاو له ځان سره محاسبه لري. 

د سیاسي چارو کارپوه سید بلال فاطمي وايي:« امریکا له دې هم وېره لري،چې د اوکراین موضوع نړۍ دوه قطبي خواته روانه کړې ده او ډار یې دادی، چې روس او چین به افغانستان پر رسمیت وپيژني. دا به د امریکا لپاره زیان وي او د دې لپاره له طالبانو سره نږدې والی ښه یي او د مفاهیمې خبرې ورسره کوي،خو داسې نه ښکاري،چې دومره ژر دې امریکا د افغانستان نوی حکومت پر رسمیت وپیژني. ښايي د منځنۍ اسیا هېوادونه او ګاونډیان به ژر افغانستان پر رسمیت وپیژني.» 

تازه د امریکا متحده ایالتو له اسلامي امارت سره ژمنه کړې ده،چې د افغانستان هغه درې نیم ملیارده ډالر به بشري مرستو لپاره خیریه بنسټونو ته نه ورکوي،چې په اړه یې د دغه هېواد محکمې پریکړه کړې وه او همدا راز پرخپلو پښو د افغانستان د اقتصاد درولو لپاره به په دې  برخه کې مرستې وکړي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي
افغانستان

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

سپتمبر 17, 2026
تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist