Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: امریکا د دوحې هوکړې عملي کېدو کې ناغيړي کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/01

 له نن پوره دوه کاله وړاندې په همدې ورځ د کب ماشتې پر۱۰  د قطر په  پلازمینه دوحه کې  د امریکا متحده ایالتو  او اسلامي امارت ترمنځ داسې هوکړه لاسلیک شوه،چې له مخې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان ووتل او اسلامي امارت واک ته ورسید. 

 د دې هوکړې له لاسلیک دوه کاله تیر شول، خو د سیاسي چارو کارپوهان  وايي، دغه هوکړه بشپړه نه ده عملي شوې او امریکا چې د توافقنامې اصلي اړخ دی،مهم موارد یې نقض کړي دي.

دوی وايي، د امریکا متحده ایالت د دې پرځای چې یاد تړون یې بشپړ عملي کړی وای او خپلې ژمنې یې عملي کړې وای، برعکس دغه هوکړه یې نقض کړې او افغانستان یې له سختو سیاسي او اقتصادي بندیزونو سره مخامخ کړی دی.

 د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي:«  د دوحې هوکړه د افغانانو لپاره تاریخي هوکړه ده،خو متاسفانه چې امریکایان په دغه معاهده او خپل تعهد ونه دریدل. د افغانستان پیسې یې کنګل کړې،  افغانستان یې له سیاسي او اقتصادي انزوا سره مخامخ کړ. دافغانستان اسلامي امارت یې پرر رسمیت ونه پیژنده او همداراز د اسلامي امارت هغه مشران،چې په تورلیست کې شامل دي، لاهم له تور لیسته  نه دي اېستل شوي.» 

خو ځینې نور بیا نیوکه کوي،چې د دوحې هوکړه دواړو خواوو نقض کړې ده، د ښځو او بشر حقونو ته نه پاملرنه او هغه مهال پر سیاسي جوړ جاړي نه عمل هغه څه دي،چې  د تړون دې اړخ  بابیزه ګڼلي.

په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ وايي:« د افغانستان په اړه د دوحې تړون ډېر اړخونه دي،چې عملي شوي، د بیلګې په توګه افغانستان کې ونه شو، د سیاسي حل لارې لپاره هلې ځلې ونه شوې. مشراکتي نظام د سیاسي خبرو له لارې رامنځته نه شو او د ښځو او بشري حقوقو څخه سرغړونه کیږي.» 

خو د اسلامي امارت د رئیس الوزرا دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي بیا وايي، اسلامي امارت د دوحې هوکړې پر اساس خپل ټول مسولیتونه ترسره کړي او واشنګټن  دې هم خپلې ژمنې عملي کړي.

حنفي وايي،  د دوحې هوکړې پر اساس امریکا او ملګري یې مکلف ول،چې  د شل کلنې جګړې د ټولو زیانونو په بیا رغونه کې ونډه واخلي او د افغانستان په کورنیو چارو کې به مداخله نه کوي،هغه څه چې دوی یې اوس برعکس روان دي.

حنفي زیاته کړه:« زه د امریکا حکومت ته وایم، لکه څنګه چې اسلامي امارت د دوحې هوکړې ته متعهد دی،همداسې دوی هم باید د دوحې توافقنامه مراعات کړي،کوم تخلف چې دوی کړی دی، باید په مکمل ډول د دوحې په هوکړه عمل وکړي. د دوحې د توافقنامېپر اساس هغو هېوادونو چې دلته حضور درلود، نور حق نه لري،چې د افغانستان په داخلي چاروکې مداخله وکړي. د دوحې دهوکړې پر اساس دوی دا مسولیت درلود،چې د تیرې شل کلنې جګړې له امله چې کوم تخریب رامنځ ته شوی دی، باید په بیارغونه کې یې ونډه واخلي.» 

یو شمېر څارونکي بیا په دې باور دي،چې امریکا یوازې خپل سرتیري اېستلي او د یاد تړون د عملي کولو نورې برخې چې د دوی پرغاړه وې،هیڅ عمل یې پرې نه دی کړی.

حکمت الله حکمت  وايي:« سره له  دې چې دغه تړون په هغه شکل چې پلان شوی وه، نه دی عملي شوی،خو افغانان د دغه تړون او د شل کلنې مبارزې په پایله کې چې د خپلواکۍ او د مرکزي حاکمیت خاوندان شول.» 

د دوحې تړون پر اساس د امریکا متحده ایالت او ملګري یې مکلف ول،چې د ۲۰۲۱ کال د اګست تر وروستۍ نیټې پورې په افغانستان کې یوازې خپل پوځي حضور پاېته ورسوي، خو دوی د دغې هوکړې برعکس خپل دیپلوماتان هم واېستل او له افغانستان سره یې خپلې ټولې ډيپلوماتیکې اړیکې  ځنډولي دي.

له شااوخوا اووه میاشتو وروسته اوس تازه امریکايي حکومت د افغانستان پر بانکونو او سوداګریزو راکړو ورکړو،بندیزونه نرم کړي،چې دغې پرېکړې د رسمیت پیژندنې لپاره تمې زیاتې کړي.

 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist