Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: که ا مریکا غواړي،چې نړۍ کې ترهګري له منځه لاړه شي پر پاکستان دې فشار راوړي

کارپوهان: امریکا د الظواري وژنې په تړاو ځکه ثبوت نه وړاندې کوي چې اطلاعاتي سرچینې یې افشا کیږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/10

د امریکامتحده ایالتو له لوري د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژنې ادعا او د دغې ادعا د ثبوت لپاره د اسنادو نه وړاندې کولو ګڼې پوښتنې او شکونه پیدا کړي دي.

د سیاسي چارو یوشمېر کارپوهان په دې اند دي،که ریښتیا هم په کابل کې د امریکامتحده ایالتو په وروستي هوايي برید کې د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري وژل شوی وي،نو باید نړۍ ته د عملیاتو د صحنې او د ظواهري د مړي ویډیو ګانې او یاهم عکسونه وړاندې کړي.

دوی وايي،په کابل کې د الظواهري د وژنې اعلان هم یو استخباراتي حرکت دی،چې د امریکا متحده ایالتو  او  سیمه ییز ملګرو یې د خپلې موخې لپاره کړی دی.

د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي:« که چیرې دا حقیقت لري،نو د امریکامتحده ایالت باید ثبوت وړاندې کړي، د ایمن الظواهري جنازه څه شوه او هغه ویډیو چې د برید له صحنې اخېستل شوې باید رسنیو ته یې وښي .»

خو ځینې بیا وايي، ښآيي دا پر افغان خاوره د امریکامتحده ایالتو وروستی ډرون برید نه وي او د دوام لپاره یې ښايي نه غواړي،چې په کابل کې د الظواهري د وژنې شواهد وړاندې کړي، چې له دې سره به یې اطلاعاتي سرچینې رسوا او عملیاتي کړنلاره افشاء شي.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي:« هغه دلیل چې  د امریکامتحده ایالت د الظواهري د وژنې شواهد نه وړاندې کوي دادی،چې نه غواړي خپلې اطلاعاتي منابعې او عملیاتي طرزالعمل افشاء کړي،ځکه چې د امریکا متحده ایالتو دغه ډول عملیات ښايي په افغانستان کې ادامه پیدا کړي.  د امریکا متحده ایالت ځان اړ نه ګڼي،چې سند وړاندې کړي هغه خپل دښمن پیژني او هر وخت چې وغواړي هغه ویشتلی شي .»

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج بیا وايي، په کابل کې د الظواهري وژنه او په افغانستان کې د القاعدې شبکې فعالیت د امریکامتحده ایالتو هغه نړیواله پلمه ده،چې اسلامي امارت ته یې جوړه کړې او غواړي،چې یو ځل بیا بېرته را وګرځي او د دوحې تړون هم پر اسلامي امارت پلی کړي.

معارج زیاتوي:« د امریکامتحده ایالت نړیواله پلمه د ځان لپاره جوړوي،چې بېرته دلته راشي او  پر طالبانو باندې د دوحې تړون هر ډول چې وي، دا پرې پلی کوي. په دې پلمه چې القاعده او الظواهري دلته وو، داسې پلمې جوړوي او ښايي راتلونکي نورې پلمې هم جوړې کړي.»

کارپوهان په دې باوردي،چې د تیرو څلورو لسیزو راهیسې افغانستان په یو او بل نوم د سیمې او نړۍ د استخباراتو د نیابتي جګړې ډګر دی او زیان یې هم افغانانو ته رسیدلی، له هغې وروسته چې د امریکامتحده ایالتو له لوري په  کابل کې د القاعده شبکې د مشر د وژنې ادعا شوې،وېره همدا ده،چې ښايي د نړۍ استخباراتو د افغانستان لپاره د یوې بلې جګړې  نوی باب پرانیستی وي  او دغه اوسنی نسبي امنیت به هم له افغانانو واخلي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist