Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: اقتصادي پرمختګ په منظم ډول د بنسټيزو پروژو پلي کولو اړتیا لري

کارپوهان: اقتصادي پرمختګ په منظم ډول د بنسټيزو پروژو پلي کولو اړتیا لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/02

د پنځو لسیزو جګړو له امله د افغانستان زیربناوې او اقتصادي بنسټونه له منځه تللي او افغانان یې له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

د اقتصادي چارو کارپوهان د دغو ستونزو د حل لپاره وړاندیز کوي چې باید بنسټیزې انکشافي پروژې پلې شي، ترڅو ورسره خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

دوی زیاتوي، له کانونو څخه په لویه کچه ګټه اخیستل، صنعت ته وده ورکول، د کرنې په برخه کې د سترو معیاري پروژو پلي کول، د معیاري ټرانزیټ رامنځته کول، د معیاري سړکونو جوړول، په کور دننه برېښتا تولیدول او له ګاونډيو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پالل هغه عناصر دي چې کولی شي د افغانستان اقتصاد ته پرمختګ ورکړي او د خلکو په ژوند کې مثبت تحول رامنځته کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « ډېر فکټورونه شته چې کولی شي د افغانستان په اقتصادي رغونه کې مخامخ رول ولوبوي. په دې کې د افغانستان له کانونو څخه ګټه اخیستنه، د صنعتي سکټور وده، په اقتصادي سکټور کې نوښتونه او د افغانستان له ټرانزیټ څخه ښه استفاده شامل دي. دا ټول کولی شي د افغانستان په اقتصادي وضعیت کې مثبت بدلون راولي، ځکه په دغو برخو کې له پرمختګ سره خلکو ته د کار زمینه برابرېږي.»

د اقتصادي چارو کارپوه نبي افغان وايي: « موږ ته زېربنايي پروژې لومړیتوب لري، لکه د سړکونو جوړېدل، د برېښنا تولید او د دې لپاره باید په کوردننه کافي برېښنا تولید کړو، د صنعتي پارکونو جوړولو ته پام وکړو او د سوداګرو لپاره صنعتي پارکونه جوړ کړو، باید له ګاونډيانو سره معیاري ټرانسپورټ او ټرانزیټ ولرو.»

په ورته وخت کې اسلامي امارت بیا وايي، اقتصادي پرمختګ لپاره ځانګړی اقتصادي پلان لري.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي، د داسې پروژو د پلي کولو پلان لري چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي او اقتصادي سکټور ورسره وده وکړي.

د نظري په خبره، په بهرنیو مرستو اتکا نه کوي او د بنسټيزو پراختیايي پروژو په پلي کولو سره به د اقتصادي خپلواکۍ او ځان بسیاینې پر لورګامونه اخلي.

هغه زیاتوي: « ځان بسیاینې او اقتصادي خپلواکۍ ته د رسېدو لپاره د اسلامي امارت پلان، د داسې زیربنايي او انکشافي پروژو پیلول دي چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي. موږ په بهرنیو او بشردوستانه مرستو اتکا نه لرو، که څه هم د افغانستان له خلکو سره د هر هېواد له مرستو هرکلی کوو. زموږ حیاتي پلانونه دا دي چې افغانستان د ټرانسپورټي، زېربنايي او بنسټیزو شبکو د ترمیم او پراختیا له لارې، ځان بسیاینې ته ورسوو.»

همدارنګه د اسلامي امارت سرپرست حکومت هم د هېواد اقتصاد ته د جدي پاملرنې خبره کوي او وايي، په دې وروستیو کې سلګونه تولیدي کارخونې فعاله شوې دي چې په ډېرو برخو کې اوس افغانستان ځان بسیاینې ته رسېدلی او دا په خپل ذات کې ستر اقتصادي انقلاب بلل کېږي.

د اسلامي امات د ویاند مرستیال حمد الله فطرت وايي: « دا مهال په هېواد کې سلګونه نویو فابریکو په کار پيل کړی او دا په صنعتي برخه کې یو انقلاب دی. له دې وړاندې ټول هېواد کې تر ۲۰۰ فابریکو فعالیت درلود، خو اوس تر ۱۵۰۰ پورې فابریکې فعالې دي او له امله یې موږ په ۱۵۰ قلمه توکو په تولید کې خودکفايي ته رسېدلي یو.»

اقتصادي وده او پرمختګ هېوادونه نورو ته له احتیاج ژغوري، سیاسي ثبات ټينګوي او د امنیت له ټینګښت سره مرسته کوي.

افغانستان چې تازه له جګړ راوتلی، له اقتصادي ستونزو سره مخ دی، خو د نړۍ له لوري پرې لګېدلي بندیزونه د دې لامل هم شوي چې د افغانانو اقتصاد ژوند نور ورسره سخت شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist