Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: اسلامي امارت دې کورني مسایل نه نړیوال کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/02

پر کور دننه ځینو پریکړو،چې له مخې یې له شپږم ټولګي پورته د نجوونو ښوونځي وتړل شول او د حجاب په تړاو حکم صادر شو،اسلامي امارت سره یې د نړۍ پر سیاسي اړیکو اغیز کړی دی.

کارپوهان د اسلامي‌امارت وروستۍ پریکړې هغه څه یادوي،چې د نړۍ او افغانستان ترمنځ یې یو ځل بیا واټن رامنځ ته کړی او اوس یې نړیوال د پلمې په توګه کارکوي .

دوی ټینګار لري،چې اسلامي امارت دې د نړۍ دغه پلمې ختمې کړي او افغانستان دې له اوسنۍ نړیوالې سیاسي  اوا قتصادي انزو وباسي. 

د سولې کاروان مشر حاجي ظاهر قدیر وايي:«دا کومې بهانې چې نن نړۍ نیولي، نړۍ بهانې لري، د نړۍ بهانې لرې کړه،نړۍ د نجونو په تعلیم او تربیه د مطبوعاتو ازادي او له ترهګرۍ سره مبارزه چې د داعش او القاعدې مسله ده،چې په دغه برخه کې یوه اندازه کار شوی دی، نورې باید د نړۍ ټولې پلمې ختمې شي،چې ته نړیوال رسمیت پیدا کړې.» 

له اسلامي امارته غوښتنه کیږي،چې د نړۍ پر وړاندې دې داسې سیاست غوره کړي،چې د رسمیت پیژندنې بحث یې په سر کې وي او په دې تړاو باید نړیوالو ته قناعت ورکړي. 

دوی وايي،د نجونو د ښوونځیو دپرانیستو ترڅنګ دې هغه پخواني پوځیان هم په دندو وګوماري چې په فساد ککړ نه دي. 

مخکینی سناتور هاشم الکوزی وايي:« د اسلامي نظام ټولو مشرانو ته پکار ده،چې له نړیوالو سره له داسې سیاست کار واخلي،چې د رسمیت پیژندنې موضوع د بحث لومړی ټکی وي او له بل لوري دغه کوچنۍ موضوع،چې د هغو ښځو حجاب او تعلیم موضوع ده،په دې هکله هم باید نړۍ ته قناعت ورکړل شي او هغه پخواني پوځي کادرونه چې په فصل ککړ نه دي، باید اعتماد وکړي اوکار ترې واخېستل شي.» 

ځینې بیا وايي،له نړۍ سره د رسمیت پیژندنې لپاره بیا بحث د داخلېدو په موخه باید کورنۍ مشروعیت ترلاسه شي او د دې یوازینۍ لار د یوې لویې جرګې رابلل دي،چې ټول اړخونه په کې استازي ولري. 

د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي:« اسلامي امارت ته تر ټولو مهم دادي،چې د افغانستان سترو او ملي ګټو ته دې متوجه شي او هغه دا ده،چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي نړیوالې انزوا واېستل شي. موږ باید په داسې ملي او ستره اسلامي جرګه منتج شو،په پایله کې یې موږ داخلي مشروعیت واخلو او له هغې وروسته نړیوال مشروعیت ترلاسه کړو،که داسې ونه شي افغانستان ورځې بلې ته انزوا خواته ځي.» 

خو د دې ټولو مسایلو سره سره اسلامي امارت تل ټینګار کړی دی،چې د رسمیت پیژندنې په برخه کې یې ټول نړیوال معیارونه پوره کړي او باید نور یې حکومت پر رسمیت وپیژندل شي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist