Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: اسلامي امارت دې پر کوردننه او بهر سیاسیون په یوه ټغرسره راټول کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/17

د پخوانیو سیاسیونو یوه ډله چې له هېواده بهر اوسیږي،تازه یې په یوه انلاین ناسته کې داسلامي امارت پر وړاندې د مقاومت په نوم د شورا جوړښت اعلان کړی او زیاته کړې یې ده،که سیاسي حل لار پایله ورنه کړي،نو په افغانستان کې به وسله وال فعالیتونه پیل کړي. 

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، غوښتنه یې داده،چې اسلامي امارت باید ټول هغه پخواني سیاس

یون،چې ډېری یې له هېواده وتلي دي او ځینې پر کوردننه دي،په یوه ټغر سره راټول کړي او له هغې وروسته دې له نړۍ سره د سیاسي اړیکو پر ټینګښت کار وکړي. 

دوی وايي، د واک ټولییز انحصار کولای شي،چې د هغو جنګسالارانو،چې اوس په بهر کې اوسیږي او تازه یې د اسلامي امارت ضد ایتلاف جګړی،نور هم له تبلغاتي پلوه پیاوړی کړي.

د ولسي جرګې پخوانی غړی کمال ناصر اصولي وايي:« په زور د قدرت انحصار افغانستان یو بل جنګ ته داخلوي،پخوانیو جنګسالارانو هم یو اتحاد اعلان کړ او که د قدرت انحصار همداسې تداوم پیدا کړي،د دوی پخواني پلویان هم هماغه جنګسالارانو پسې ځي،چې قیمت به یې ولس پرې کوي ښه داده،چې خپله غیږ خلاصه کړي داخلي مشروعیت واخلي او قانون جوړ کړي،چې له مخې د خلکو اجتماعي  او سیاسي حقوق تامین شي.» 

کارپوهان وايي،پخواني سیاسیون هم ځینې ښه نظرونه لري او باید حکومت یې هغه خبرې واوري،چې مثبتې دي او ګټه ترې اخېستل کیږي .

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي:« د  پخواني سیاسیونو ښیې خبرې باید واورېدل شي او اوسنی حکومت هم مشورې او نظریو ته اړتیا لري . ښه ده،چې خبره یې واوري.» 

د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی بیا وايي، اسلامي امارت ته په کار ده،چې د پخواني حکومت ټول مسلکي کادرونه پر دندو وګوماري او ترې ګټه واخلي،چې له دې سره هغه نیوکه هم له منځه لاړ شي،چې د ټول شموله تر نامه لاندې اسلامي امارت ته نیول کیږي. 

نیازی زیاتوي:«  طالبانو ته په کار ده،چې ټول مسلکي کسان  او پخواني سیاسیون باید راخپل کړي او په نظام کې یې شامل کړي،ځکه په زور او جبر حکومت کول په افغانستان کې ښې پایلې نه لري.که داسې وي، نو بیا ځینې خلک د بهرنیو په ټانکونو سپاره راځي.»

خو افغانستان اسلامي امارت  د ویاند مرستیال بلال کریمي بیا وايي، له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون له لارې ګڼ شمیر پخوانۍ سیاسې څیرې  او چارواکي بېرته هېواد ته راګرځیدلي دي او دغه لړۍ دوام لري.

کریمي وايي، هغه کسان،چې په بهر کې خپل منځۍ مجازي ناستې کوي او پر جګړې ټینګار لري،دوی په ولس کې ځای نه لري او نه هم ورته د نا امنۍ جوړولو اجازه ورکول کیږي. 

هغه زیاته کړه:« کله چې په هېواد کې یو نیم لک اشغالګر ځواکونه پراته و،هغه وخت دوی ارامه او خوشحاله ول او اوس د څه لپاره د امنیت اخلال کوي او هغه څیرې چې دوی ولس استفراق کړي دي او له هېواده تښتیدلي دي،په ولس کې ځای نه لري او څوک اجازه هم نه ورکوي،چې د خلکو امنیت خراب کړي.» 

د  حزب اسلامي مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار،پخوانی ولسمشر حامد کرزی او  د مخکېني حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د هغو پخوانیو سیاسیونو له ډلې دي،چې داسلامي امارت په راتګ سره په خپل هېواد کې پاتې شوي،خو په لویو هېوادنیو مسایلو کې ورسره هېڅ ډول خبرې او سلا مشورې نه دي وشي.

عبدالله عبدالله خو لا تراوسه هېڅ ډول رسمي نظر،چې هغه د اسلامي امارت له کړنو سره موافق او یاهم مخالف وي نه دی ورکړی،خو حامد کرزی او ګلبدین حکمتیار بیا وخت نا وخت داسلامي امارت پرځینو کړنو او پریکړو نیوکې کوي،خو غبرګون نه لري. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist