Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: اسلامي امارت دې  له نړۍ سره د تعامل لپاره خپل دریځ کې نرمښت راولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/02

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتو سفارت شارژدافیر، آین مک کري ویلي،نړیواله پیژندنه یوازې دې ته ځنډول شوې،چې اسلامي امارت بشر حقونو ته درناوی وکړي.

د سیاسي چارو کارپوهان په دې اند دي،چې  د نړۍ هېوادونه د خپلو ملي ګټو پر اساس په مسایلو کې دخیل او یا هم نظر ورکوي او د امریکا متحده ایالت هم همدې ګټو ته په کتو دا ډول څرګندونې کوي. 

د افغانستان واحد ملت او یووالي بهیر مشر ډاکټر محمد زلمی افغانیار وايي:« نن که د نړۍ هېوادونو مشران او چارواکي د افغانستان پر موضوع خبرې کوي، دوی خپلې ګټې په پام کې نیسي. دوی که څه هم د افغانانو په تړاو څرګندونې کوي، خو۲۰ کاله یې دلته تېر کړل او داسې حکومت یې جوړ نه کړ،چې افغانان په کې له اسلام کلا تر تورخمه او له واخان تر نیمروز پورې په هغې کې سهیم وي.» 

که څه هم نړیوالو په ځلونو د افغانستان له اسلامي امارت سره  د تعامل لپاره خپل شرایط وړاندې کړي،د بشرحقونو درناوی،ښځو ته د کار حق ورکول او له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو بېرته پرانېستل یې له مهمو او لومړنیو شرطونو دي، خو تراوسه دا ټول نه دي، منل شوي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد صدیق شینواری وايي، افغان حکومت دې د دایمي ثبات، پرمختګ او له نړیوالو سره تعامل ته د رسیدو لپاره خپل دریځ کې نرمښت راولي.

شینواري زیاته کړه:«که طالبان وغواړي،د نړیوالو له خوا پر رسمیت وپېژندل شي او له دغه مبهم حالته ووځي، باید په خپل درېځ کې نرمښت راولي. که دا حالت دوام وکړي، د طالبانو او نړیوالو ترمنځ به نور واټن هم زیات شي او حالت به بهراني شي او مخالفینو او نورو ډلو ته به پرمختګ زمینه برابره شي.» 

د افغانستان لپاره د آمریکامتحده ایالتو سفارت شارژدافیر ویلي، طالبان باید د دوحې ژمنې عملي کړي او افغانستان  نباید د ترهګرو ډلو او وسله‌ والو په ځاله بدل شي.

وړاندې له دې هم ځينو هېوادونو په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړیدو غوښتنه کړې،خو اسلامي امارت بیا وايي، په سرپرسته کابینه کې یې د ټولو قومونو استازي شته او حکومت یې ټولګډونه دی.

ومو غوښتل،چې د اسلامي امارت د ویاندویانو نظر هم په دې اړه ولرو،خو په بار بار اړیکو هم پر دې بریالي نشو. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist