Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت د ایران بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته غبرګون ښودلی

کارپوهان: اسلامي امارت باید په کور دننه مسلې د نړيوالو له لاسوهنې وړاندې حل کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/09/17

د امریکا  ملي امنیت شورا ویاند جان کربي له امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي، د افغانستان سرپرست حکومت تر هغې نړۍوال مشروعیت نه شي ترلاسه کولی ترڅو د نجونو او ښځو په ګډوڼ د دوحې هوکړې ټول مواد عملي کړي.

خو د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، اسلامي امارت ته په کار ده چې  اجازه ورنه کړي بهرنیان د افغانانو کورنيو مسایلو په اړه خپل نظر څرګند او پولې او موخې ورته وټاکي.

د حق او عدالت ګوند مشر معین ګل څمکنی وايي:« د دوحې تړون باید نور عملي کړو، ځکه په دې کې مو ګټې دي نه یوازې دا چې دلته سیاسي مسایل دي، اقتصادي، فرهنګي او دیني مسایل په کې دي، د افغانستان بیا جوړونه ده. موږ په سختو شرایطو کې یو، د یوې لمدې خټي حیثیت لرو.»

واک ته د اسلامي امارت  له رسېدو څه باندې دوو کلونو وروسته لا هم نړۍ له اسلامي امارت سره د تعامل لپاره یو شمېر لوی موارد د شرط په توګه مطرح کوي.

په دې موده کې د امریکا په ګډون د ملګرو ملتونو اړوند ادارو او بېلابېلو هېوادونو نږدې په هره ناسته کې په یوه خوله د افغان نجونو او ښځو زده کړو او کار په پلوۍ غږ په شدت بدرګه کړی او په دې برخه کې یې د وضع شویو محدودیتونو د لرې کېدو غوښتنه کړې.

د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وايي:« خدای دې وکړي چې دا مسله نوره ډېره اوږده نه شي او دا هر څه چې تاسې اشاره ورته درلوده پر وخت رسېدنه ورته وشي. بله دا که هر څومره اوږدېږي له بده مرغه زیانمن  په کې د افغانستان دا مظلوم ملت دی، زیان یې دوی ته رسېږي. زما هېله دا ده چې ملت نور زیانمن نه شي او د مثبت تعامل له لارې له نړۍ سره اړیکې جوړې شي او د افغانستان ملي ګټې په کې خوندې شي.»

ځینې نور بیا وايي، حکومت د خپلو وګړو د اساسي حقونو د ورکړې مکلفیت لري چې له هغې ورهاخوا هغه حکومتونه چې د خپلو وګړو اساسي حقونو په ورکړه کې پاتې راځي له شک پرته یې ماهیت تر جدي پوښتنې لاندې راځي.

دوی وايي، د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه د دې سازمان د اصولو او کنوانسیونونو له مخې د دې حق لري چې د بشري حقونو او غوښتنو د نقض په صورت کې دغه څه وڅېړې.

د سایسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« په نړیواله کچه او دننه په هېوادونو کې بشر یا وګړي یو لړ حقوق لري، د خپل دین، دود دستور او حقوقو پر بنسټ، ذاتي حقوق، فردي حقوق، قانوني حقوق او شریعي حقوق لري او دولتونه مکلف دي چې دا حقوق په پام کې ونیسي، لکه: کار، زده کړې، د بیان ازادي، له مطبوعاتو په حقه دفاع کول، په دولتونو نیوکې کول او همداسې په نړیواله کچه ځېني اعلامیې د حقوق بشر چې حقوق یې مدوین کړي دي؛ نو یو هېواد اړ دی چې دا حقوق په پام کې ونیسي. نور هېوادونه هم کې چېرې یوه هېواد کې حقوق نقضوي دوی هم اړ کېږي، چې د نړیوالو اصولو پر بنسټ دلته اقدام وکړي.»

د دوحې د ژمنو د پوره کولو په برخه د امریکا د ملي امنيت شورا وياند جان کربي څرګندونې داسې مهال دي، چې له دې وړاندې د افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړي استازي توماس وېسټ د نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار مسئله د افغانانو کورنۍ موضوع بللې.

خو اسلامي امارت د ښځو او نجونو اړوند مسایل د افغانانو خپلمنځي مسایل ګڼي او له نړيوالو غواړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ودروي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist