Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: اسلامي امارت باید د افغانستان بانک ریاست غیر سیاسي کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/14

د سیاسي چارو یوشمېر کارپوهان وایي، د مرکزي بانک د شتمنیو ترلاسه کولو لپاره  اسلامي امارت باید د مرکزي بانک ریاست غیر سیاسي کړي او مشرۍ ته باید غیر سیاسي او حزبي کس راوستل شي.

د سیاسي چارو شنونکی  طارق فرهادي وايي:« پیسې د افغانستان د خلکو دي، اسلامي امارت د دې لپاره چې داعیه یې تثبیت شي،ښه ده چې د مرکزي بانک ریاست غیرسیاسي کړي، هغه څوک راولي،چې حزب او سیاست کې نه وي او طالب هم نه وي. موږ خپل مخالفت اعلان کړی دی،چې دا د افغانستان پیسې دي موږ خو یتیمان نه یو،چې ملګري ملتونه اوس وایي څنګه او په څه مصرف شي. پوهیږو په قلم،کتابچې او میز مصرف کېږي،چې زموږ پر ګټه نه دي.»

د افغانستان د کنګل شویو پيسو په تړاو د امریکا متحده ایالتو د ولسمشر جوبایډن له پرېکړې وروسته د افغانستان اقتصادي سیستم له ګواښ سره مخ شوی دی او هم یې په بانکي نظام  کوم مثبت اغیز نه لیدل کېږي.

افغانانو په کور دننه او بهر د امریکا متحده ایالتو  ولسمشر جوبایډن  پرېکړه غندلې ده.

له دې سره بل مخالفت پر دې هم ده،چې امریکا نه باید د افغانانو پاتې پیسې ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بشري ادارو ته ورکړي،چې له دې پیسو څخه په بشري مرستو کې کار واخېستل شي.

د سیاسي چارو کارپوهان ټېنګار کوي،چې باید نړیوالو محکمو ته د جوبایډن خلاف عرض وشي او افغانان باید په عمومي توګه د دې پرېکړې خلاف ودریږي.

اقتصادي کارو باریان وایي، اسلامي امارت باید په کور دننه بانکونو ته ازادي ورکړي،ترڅو سوداګریزې راکړې ورکړې ترسره شي،خو د اقتصادي او بانکي سیستم د تقویې لپاره باید ټولې مرستې مرکزي بانک ته راشي.

د کابل د صنعتکارانو د ټولنې مشر  عبدالجبار ساپی  وايي:«  مرستې باید د بانکونو له لارې وشي،ټول بانکونه باید عادي وضیعت ته را واوړي،راکړه ورکړه پیل شي. زموږ له اسلامي امارت جدي غوښتنه ده،چې خصوصي او نور بانکونه عادي کړي او باید کار پرې وشي،دا یو ښه فرصت دی.»

اسلامي امارت هم د امریکا متحده ایالتو ولسمشر جوبایډن پرېکړې ته خپل مخالفت ښوولی ده او پیسې یې د افغانانو حق بللی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist