Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: اسلامي امارت باید حکومت کې د ګومارنې پروسه تخصصي کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/24

وروسته له هغې،چې اسلامي امارت په حکومت کې د تېر حکومت ځینو کسانو ته دندې ورکړې اوس د سیاسي چارو یو  شمېر کارپوهان پر دې ټېنګارر کوي،چې باید دا پروسه چټکه شي او حکومت کې د غیر طالب کسانو ونډه زیاته شي.

کارپوهان د دې مطلب په څرګندولو سره بارو لري،چې په دې کار سره به د نوي حکومت رسمیت پېژندنې پروسې ته هم ګته ورسوي.

د پوهنتون استاد بلال باور وايي:«یوازې علم او تعهد دا بسنه نه کوي، په ځانګړي ډول اوسنیو شرایطو چې یو،له پېچلي تمدن سره موږ مخامخ یو. په دې خاطر هغه کسان چې متخصصین دي،ټولنه پېژني اوسني واقیعتونه پېژني،هغوی ته باید ارتجاعیت ورکړل شي.

یعني هغه کسان چې اسلام ته متعهد دي او د هغې ترڅنګ تخصص لري دا اصلي مسله ده، یوازې علم باندې دا کار مخ ته نه ځي.»

څو میاشتو وړاندې شمېر،چې د اسلامي امارت له بېلا بېلو ادرسونو له لوري اعلان شوي څه د پاسه ۵۰۰ زره د تېر حکومت پخواني مامورین  د اسلامي امارت سره په حکومت کې پر دندو بوخت دي.

ویل کېږي،چې یوازې په دفاع وزارت کې تر ۹۰ سلنه د پخواني حکومت کار کوونکي دي.

له دې سره سره کارپوهان پر دې ټینګار کوي،چې اسلامي امارت باید خپلو پالسیو کې بدلون راولي او حکومت کې د متخصصینو ونډه ډېره کړي.

 د سیاسي چارو کارپوه نجیب الله حبیبي وايي:«د کادرونو ځای پرځای کېدل اوسني حکومت کې اړین دي،ترڅو چې دوی استفاده ونه کړي او بدلونونه پالسیو کې رانه ولي او له دې تیر شي،چې میم زرما ټوله زما، نو افغانستان به ښه لور ته ولاړ شي.داچې څو ورځې مخکې دوه کسان  وزارت دفاع کې وګومارل شول،باید دوام ورکړي.» 

اسلامي امارت پر زغرده دا خبره هم کړې،چې د تېر حکومت لوړ پوړو چارواکو باندې خپل حکومت نه بدناموي.

اسلامي امارت دا هم ویلي،چې حکومت یې د اوس لپاره سرپرست دی او هڅه کوي،چې داسې کسان راس کې راولي،چې ښه سابقه ولري، هېواد او اسلام ته ژمن اوسي

نیوکه کوونکي بیا په دې باور دي،چې اسلامي امارت کې انډیوالي مهمه ده او څوک چې ورسره اړیکې ونه لري،حکومت ته داخلېدی نه شي،چې کار وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه  نصیر ترکی  وايي:« طالبانو متخصص مامورینو ته اجازه ور نه کړه چې اوسني نظام کې ورسره یوځای شي اکثره مامورین په کور کېنولي دي کوم مامورین چې اوس ځي هغوی ته بدیل نه لري که درلودای یې خپل ملګري یې ګمارل.» 

نړیوالې ټولنې هم د داسې بدلونو ملاتړ کوي او پر اسلامي اماررت باندې دا فشار چې حکومت دې پراخ بنسټه کړي،همدا مانا چې اسلامي امارت په اډانه کې سیاسي جریانونو او پخواني حکومت کسانو ته ځای ورکړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist