Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: اسلامي امارت او امریکا باید له سیاسي لارو چارو کار واخلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/21

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، اسلامي امارت او امریکا د افغانانو پر وړاندې اخلاقي مسولیت لري، چې خپلو سیاستونو کې له نرمښت کار واخلي.

 دوی وايي، دواړه لوري باید د ستونزو د حل لپاره له سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو چارو کار واخلي.

 کارپوه اجمل سهیل وايي:«که له دواړو لورو شرایط سخت کېږي، ستونزه د افغانانو پر وړاندې راپورته کېږي.

د امریکا متحده ایالات اخلاقي مسولیت لري، چې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي. په کابل کې هم چارواکي مکلفیت لري، چې هغوی د افغانستان د خلکو لپاره اړینې چوپړتیاوې وړاندې کړي.

اړینه دا ده، چې دواړه لوري باید له نرمښت کار واخلي، ترڅو یو سیاسي جوړجاړي ته ورسېږي او د ناورین مخه ونیسي.»

د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو بیلانس د هغه لیک وروسته ښه څرګندېږي، چې بهرنیو چارو وزارت کانګرس ته ولېږه.

د لیک په غبرګون کې د افغانستان لپاره د  امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ وروستی څرګندونې د اسلامي امارت په هکله د امریکا د نوي دریځ ښکاروندویي کوي.

امریکا له وړاندې طالبانو ته خبرداری ورکړی، که د دوی غوښتنې ونه منل شي، امریکا به د افغانستان کنګل شوې پیسې هېڅکله ازادې نه کړي، په ظاهره داغوښتنې د ټول شموله حکومت جوړېدل، د حکومت اډانه کې ښځو او مذهبي لږکیو ته ځای ورکول دي، خو اساسي موخې او غوښتنې تر اوسه پورې څرګندې نه دي.

کارپوهان په دې باور دي، که امریکایان او طالبان خپلې ستونزې له سیاسي لارو چارو حل نه کړي او یو د بل پر وړاندې داسې اقدمات ترسره کړي، چې پایله یې پښېماني اوسي، د افغانانولپاره به ښه پیغام نه وي.

کارپوه شفیق همدرد وايي:«زما په نظر هغه ستونزې چې په دې وروستیو کې د امریکا متحده ایالاتو او د افغانستان نویو واکمنانو ترمنځ رامنځ ته شوي دي، هغه باید د ډیالوک او ډیپلوماټیکو لارو ورته حل پیدا شي. داسې اقدامات یو د بل پر وړاندې ونه شي، چې راتلونکي کې بیا د پېښمانۍ او خفګان لامل شي.»

امریکا د بشري مرستو دوام ته هېله لري، خو پرمختیایي مرستې یې بندې کړي دي.

اوس کارپوهان وایي، د دوحې هوکړه کې له اسلامي امارت سره د امریکا شرایط تر اوسه پورې نه دي اجرا شوي او امریکا ته سخته ده، چې کابل کې نوی حکومت د اوس لپاره پر رسمیت وپېژني.

کارپوه طارق فرهادي وايي:«امریکا نه غواړي، افغانستان په یوه بحران بدل شي، خو هغه نقاط چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ بحث شوي وو، ملي مشارکت، حکومت کې د ښځو ګډون، دا اجرا نه شول. په حقیقت کې امریکا ته ستونزمنه ده، چې د کابل حکومت پر رسمیت وپېژني، بشري مرستې کوي، خو خپله انکشافي مرسته یې درولې.

زیان یې افغانانو ته رسېږي، که طالبان ژر خپله پالیسي واضح نه کړي.»

دوی له اسلامي امارته غوښتنه کوي، چې له امریکا سره اړیکې ښې کړي او هغه تېروتنې تکرار نه شي، چې د روسانو له وتلو وروسته د کابل او مسکو اړیکې تر دښمنۍ کچې پاتې شوې، چې پایله یې د جګړې دوام وو.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کابل ښاروالي: کابل ښار کې د درېیو نورو هوايي پلونو ډیزاین روان دی
افغانستان

کابل ښاروالي: کابل ښار کې د درېیو نورو هوايي پلونو ډیزاین روان دی

جولای 23, 2026
د بلوچستان اتیا سلنه خاوره د پاکستان له واکه وتلې
افغانستان

د بلوچستان اتیا سلنه خاوره د پاکستان له واکه وتلې

جولای 23, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان د جنګي جنایت په توګه پر امېد روغتون د پاکستان برید څېړلو غوښتنه کړې

جولای 23, 2026
چارواکي: سېلابونو نورستان کې شاواخو۴۰ میلیون ډالره زیان اړولی
افغانستان

چارواکي: سېلابونو نورستان کې شاواخو۴۰ میلیون ډالره زیان اړولی

جولای 23, 2026
اتریش د افغان کډوالو په اړه د جرمني له پرېکړې هرکلی وکړ
افغانستان

جرمني یوځل بیا له خپلې خاورې د مجرمو افغان وګړو پر شړلو ټینګار کړی

جولای 23, 2026
ایرو ایشیا: چین له یوې پېړۍ وروسته افغانستان سره پوله پرانیزي
افغانستان

ایرو ایشیا: چین له یوې پېړۍ وروسته افغانستان سره پوله پرانیزي

جولای 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist