Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان ومنله چې ملا برادر او ملا صمد یې خوشې کړي

کارپوهان:له افغانستان سره د پاکستان مخالفت ستراتیژي بدله شوې 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/27

پاکستان د افغانستان هغه ګاونډی هېواد دی،چې له څلور لسیزو راهیسې ټول مرکزي حکومتونه ترې شکایت لري،چې د افغانستان کورنیو چارو کې مداخله کوي او  د افغانستان مخالفو وسله‌ والو ډلو په روزولو او تمویل  تورن دی.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکي وايي،پاکستان له افغانستان سره د مخالفت ستراتیژۍ کې بدلون راوستی او پر نړیواله کچه یې د مخالفت مټې رانغښتې دي.

دوی وايي، اوس پاکستان هڅې پیل کړي دي، چې افغانستان همداسې په نړیوال سیاسي انزوا کې وساتل شي او هیڅ هېواد یې پر رسمت ونه پیژني.

د دوی په باور له دغه کاره د اسلام اباد موخه په کابل کې له نړۍ بېرته پاتې ضعیف او پر نړیواله کچه تجرید شوی حکومت رامنځته کول دي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:«  پاکستان اوس ډېره هڅّه کوي،چې ځان د افغانستان ډېر نږدې دوست وښي او ځان افغانستان ته خواخوږی څرګند کړي. پاکستان نړیوالو ته هم ځان داسې ښي،چې له افغانستان سره ډېرې نږدې اړیکې لري او تاسې چې کومې کړنې ترسره زما په لاس یې ترسره کړئ،دې سره ځان نړۍ ت د افغانستان استازی ښي. پاکستان غواړي، افغانستان د  انزوا لور ته یوسي، افغانستان وروسته پاتې کړي او  غواړي د افغانستان بهرنی سیاست په بشپړ ډول خپل لاس کې ولري. اوس هم په دې چاره کې تر ډېره بریده بریالی شوی دی.» 

ځینې نور بیا وايي،پاکستان له افغانستان او د افغانستان  له خاورې سره ستونزه لري او هره ډله چې په افغانستان کې د ځواکمن دولت جوړښت هڅه وکړي،دغه هېواد یې مخالفت کوي. 

د پخوانۍ ولسي جرګې غړی کمال ناصر اصولي وايي:«نن ورځ هم،چې اسلامي امارت دی، پاکستان خپلې مداخلې لري،ان پر نړیوال ستیج باندې د افغانستان پر استازیتوب مباحثات لري، د افغانستان په اړه خپلې برنامې لري. پاکستان نن هم نه غواړي،چې په افغانستان یو قوي مرکزي دولت شتون ولري، ځکه د دوی( پاکستان) مسله د طالب او نه طالب مسله نه ده، د دوی مسله د افغانستان خاوره ده. پاکستان دلته د قوي دولت شتون نه د طالب په وجود کې، نه د ډیموکراټ په وجود کې او نه هم د مجاهد په وجود کې، نه د کمونیست په وجود کې نه غواړي. هر ډله،چې د قوي دولت د جوړښت لپاره لاره هواروي، دې بهانې پیدا کوي.» 

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي،پاکستان ان دا هم نه غواړي،چې کابل دې له نوي دهلي سره سیاسي او ډیپلوماتیکې اړیکي ولري او له دې وېره داده،چې د افغانستان او هند په نږدې کیدو سره د ۷۵ کلن پاکستان تجزیې خطر زیاتیږي.

 ځاځی زیاتوي:« پاکستان پر دې باوري دی، که چېرې د هند اړیکې له افغانستان سره ټېنګې شي، د پاکستان راتلونکی له ګواښ سره مخ کېږي،چې هغه ګواښ د پاکستان تجزیه ده. پاکستان په سیمه کې د تروریستي ډلو ټپلو مرکز دی، اوس نړیوال هم پر دې باندې ښه پوه شوي دي. زما مشوره طالبانو ته دا ده،چې د دې هېواد او ولس راتلونکې لپاره دوی باید له څنګه یې پخوا مو له هند سره ښیې اړیکې لرلې، هم سیاسي، اقتصادي، هماغه شان دې له هند سره خپلې اړیکې کلکې کړي. دوی ( طالبان) باید له پاکستانه ډېر لرې اوسي او خپل سرحدونه باید له پاکستان سره کلک کړي، که غواړي، دا هېواد او  دا ولس نور په ارامه خوب او ژوند وکړي.»  

منصور احمد خان،چې په کابل کې د پاکستان سفیر و، تازه یې دنده پاېته رسیدلې او پرځای یې عبیدالرحمان نظاماني د سفارت لپاره چهار سمبالی ټاکلی ،چې دې کار د پاکستان په اړه شکونه لا زیات کړي دي.

کارپوهان په دې باور دي،چې دغه هېواد هڅه کوي،نړۍ ته وښي، په  کابل کې خپلې چارې د رسمي سفیر نشتون کې د یوه دیپلومات پر مټ هم سمبالولی شي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist