Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کاروباریان: د برېښنا کمښت او لوړې بیې د پکتیکا صنعتي کېدو مخه نیولې

کاروباریان: د برېښنا کمښت او لوړې بیې د پکتیکا صنعتي کېدو مخه نیولې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/05

د پکتیکا مرکز ښرنې یو شمير اوسېدونکي او کاروباریان وايي، له وارداتي برېښنا سره د دې ولایت نه نښلېدل او دغه راز د خصوصي شرکتونو له خوا د برېښنا لوړو بیو، پر صنعتي کاروبار او د دې ولایت پر پراختیا منفي اغېز کړی.

دوی زیاتوي، که د برېښنا بيې را ټیتي شي او یا ښاریانو ته د منظمې دولتي برېښنا اسانتیاوې برابري او له امله به یې ګڼې ستونزې هوارې او پرمختګ ته زمینه برابره شي.

د پکتیکا ولایت یو تن اوسېدونکی وايي: «  موږ له سولري تختو ګټه اخلو، خو دا هم قېمته تمامېږي او داسې کار نه راکوي لکه څرنګه چې موږ اړتیا ده. له دولت دا هیله لرو چې موږ ته هم د برېښنا امکانات راکړي.»

د پکتیکا یو بل اوسېدونکی وايي: «  موږ ته د برېښنا دومره لوړ بېل راځي چې زموږ له ګټې یې اندازه لوړه شوي. یوازې څلورو ساعتونو برېښنا لپاره هره ورځ تر ۲۰۰ افغانیو بېل راځي.»

بل پلو، په دې ولایت کې د برېښنا پلورونکي شرکت مسوولین وايي، د دوی زیاتو لګښتونو او خلکو ته د هغوی د اړتیا وړ برېښنا رسولو په برخه کې د نورو ولایتونو په پرتله دا مهال ټیټ قېمتونه کاروي، خو یاده برخه کې د ستونزو د حل ډاډ هم ورکوي.

د برېښنا پلورونکي خصوصي شرکت مسوول نېک محمد مخلص وايي: « زموږ د برېښنا قېمت د ټول افغانستان په کچه د خصوصي شرکتونو قېمتونو ته ارزانه دي، خو بیا هم موږ هڅه کوو چې برېښنا ارزانه کړو. د دې میاشتې لپاره زموږ في کیلواټ بیه ۴۵ افغانۍ ده؛ موږ د شبکې د پراخولو او بیې ټیټولو هڅه کوو.»

په ورته مهال، مسوولین هم مني چې د خصوصي شرکت د برېښنا بيي او لګښتونه لوړ دي، خو زیاتوي چې دوی په دې هڅه کې دي چې له خپلو امکاناتو په کار اخستلو او د خصوصي پانګوالو په پانګونې سره، په دې ولایت کې د برېښنا ستونزه حل کړي.

د پکتیکا ولایت برېښنا آمر محمد ایوب شاه خواجه وايي: « تمه شته چې له یوې خوا د دولت پاملرنه او له بلې خوا د خصوصي پانګوالو پاملرنه راجلب کړو. زه ډاډ ورکوم چې په ډېر نږدې وخت کې به د پکتیکا ولایت د برېښنا ستونزه هواره شي.»

پکتیکا د هېواد په سویل ختيځ کې د ځمکنۍ پراختیا له پلوه پراخ او د نفوسو له پلوه ګڼ میشتی ولایت دی چې د برېښنا په نه شتوالي سربیره يې ولسونه، بیارغوونې، روغتیا، معارف او ګڼو نورو برخو کې ډېر کار او زیاتې پاملرنې ته اړتیا لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist