Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې ښځینه فعالانو د نجونو ښوونځیو تړلي پاتې کیدو په غبرګون کې اعتراضیه غونډه وکړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/04

په‌ کابل کې یو شمېر ښځینه فعالانو د یکشبنې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د چنګاښ پر ۱۲ مه»  د نجونو ښوونځیو د بندیدو په تړاو اعتراضيه غونډه وکړه. 

دغه اعتراضیه غونډه،چې د کابل انتقادي مکتب تر چتر لاندې رابلل شوې وه، د ښځینه فعالانو ترڅنګ د مدني ټولنې یو شمیر غړو هم په‌ کې ګډون کړی وو. 

د غونډې وینا والو وویل،زده‌کړې د نجونو اساسي حق دی او پر نړیوالې ټولنې او اسلامي‌امارت یې غږ وکړ،چې د نجونو پرمخ دې د ښوونځیو دروازې خلاصې کړي.

د ښځو حقونو فعاله اینور ازبک وايي:« په اخر کې یو ځل بیا غږ کوو څو د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې خلاصې کړي او نجونې دې د زده کړو له حقه نه محروموي.»

یو شمیر ښځینه فعالانو دعلماوو درې ورځينۍ ناستې ته په ‌اشارې وویل،هېڅ نارینه د ښځو استازیتوب نه‌ شي کولای او څوک دې له نجونو د تعلیم حق هم نه اخلي.

د ښځو حقونو فعاله نازیه سحر وايي:«   هر سیاسي افت دې د نسلونو د بېسوادۍ لامل نه کېږي. هر سیاسي ابر قدرت چې په هر مفهوم حاکم وي، پر موږ پورې تړاو نه لري. د ښوونځیو دروازې خلاصې کړئ څو د جهل تراژيدي پای ته ورسیږي. د ښځو په جرم د نیمايي ملت وژنه ممکن نه ده. پوهېږو د دې نیمايي لرې ساتل غیرمستقیم قتل دی خو شونی نه دی. » 

مدني فعال محمد رضا میرزايي وايي:« د علم زده کړه له هغو احکامو ده چې د نارینه او ښځو ونډه پکې مشترکه ده. اسلام دین د زده کړو په برخه کې جنسیت نه پلمه کوي. که ځینې ایتونه وڅېړو، هغه ټولیز دي او د ښځو او نارینه وو تر منځ بېلتون نه راولي.»

معترضینو د علماوو درې ورځينۍ ناسته د توقع خلاف وبلله  او د نیوکې په توګه یې وویل، دوی ورته کومه هېله‌ مندي نه لرله.

د ښځو فعاله شهلا عارفي وايي:« موږ له دې لویې جرګې هېڅ غوښتنه نشو لرلی، ځکه چې نه په لویه جرګه کې او نه هم د علماوو شورا کې، نه مخکې او نه هم وروسته له دې زموږ لپاره کوم څه نه کوي. یوه کس خپل ځان د ښځو استازی ټاکلی و. دا حماقت ده. ایا یوه ښځه، ښځه درکولی شي که نر؟ که چېرې موږ وګورو دلته ښځې له ګڼو ستونزو سره د بېلابېلو قشرونو پر وړاندې مبارزه کوي. ایا یو نر کولی شي زموږ استازیتوب وکړي.»

د ښځو فعاله جمیله احمدزۍ وايي:« موږ چې څو ژوندۍ یوو خپله مبارزه کوو. څو نړۍ کې یوو خپلې مبارزې ته دوام ورکوو. څو چې دا حکومت زموږ خبرو ته غوږ ونه نیسي او ښوونځي پراننیزي موږ مبارزه کوو.» 

د نجونو پرمخ د ښوونځیو تړلو په غبرګون، رابلل شوې ناسته کې نارینه‌ و هم ویناوې وکړې او ښوونیز بهیر نور ځنډ یې د هېواد پر زیان وباله.

د غونډې یو تن ګډونوال ډاکټر حکیم حکمتیار وايي:« د ښوونځیو دروازې دې د نجونو پرمخ پرانیزي. تحصیل وخت او فرصت غواړي او که چېرې د دوی پر وړاندې درې کاله یا هم یو کال ښوونځي خلاص نه وي، ډېر تاوان به وکړي او دا به د جبران وړ نه وي.» 

د نجونو ښوونځیو بندیدو په تړاو د کابل انتقادي مکتب‌ تر چتر لاندې یاد کنفرانس په پنځه‌ماده‌ییز پریکړه لیک پای ته ورسید او ویناوالو خبرداری ورکړ،چې د خپلو اساسي حقونو او زده‌کړو لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

دغه اعتراضیه ناسته داسې مهال جوړېږي،چې له شااوخوا یوه کال راپدیخوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ ښوونځي تړل شوي او د پرانېستلو په تړاو یې کومه پریکړه نه ده شوې. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist