Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې چاودنه؛ د دوو روسي اتباعو په ګډون څلور کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/06

د کابل ښار دارالامان سیمه کې د دوشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د وږي پر ۱۴ مه» غرمه مهال یوه ځانمرګي بریدګر د روسیې سفارت دروازه کې افغان مراجعین پر نښه کړي.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي،امنیتي ځواکونو یاد بریدګر موخې ته له رسیدو وړاندې پر نښه کړ. 

هغه زیاته کړې:« کابل کې د روسیې سفارت سره د چاودنې له امله زموږ ۴ هېودوال،همداشان دوه تنه د روسیې سفارت کارمندان وژل شوي او د دې تر څنګ یو شمیر افغانان ټپيان شوي دي. ځانمرګی بریدګر وار لمخه د امنیتي ځواکونو لخوا پر نښه شوی وه، او له امله یې چاودنه رامنځته شوي ده. پېښه د کشفي او امنیتي ارګانونو تر څار لاندې ده.» 

د روسيې سفارت هم منلې  ده،چې دغه پېښه د سفارت دروازې ته څېرمه شوې او د دوه ډيپلوماتانو په ګډون ګڼ افغانان په کې وژل شوي دي. 

د روسیې بهرنیو چارو وزارت:« یو نامالوم کس د روسیې سفارت کونسلي چارو برخې ته نږدې چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې،چې په پایله کې یې د ډیپلوماتیک ماموریت دوه کارکوونکي وژل شوي دي. په چاودنه کې ګڼ افغانان هم وژل شوي دي.» 

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح‌ لله مجاهد د دغې پيښې په تړاو د پلټنو خبر ورکړی دی.

هغه زیاته کړې:«نن غرمه یوولس بجې د کابل ښار په اومه حوزه کې هغه مهال چاودنه رامنځته شوې،چې یو کس غوښتل،له ځانه سره چاودیدونکي توکي انتقال کړي. چاودنه کې یو شمېر هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې. د همدې پېښې د لا وضاحت په اړه څېړنې پيل شوي دي.» 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم دغه پيښه غندلې او ډاډ یې ښودلی  دی،چې په کابل کې د ټولو سفارتونو او بهرنیو سیاسي نماینده ‌ګیو امنیت تامین دی.

د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي:«نن له غرمې مخکې په کابل کې د روسیې سفارت د کونسلي څانګې دروازې ته څېرمه چاودنه وشوه،چې له امله یې د روسيې سفارت دوه تنه کارماندانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او څو تنه مراجعین ټپیان شول.

د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزارت دا پېښه پر کلکو ټکو غندي او د روسیې حکومت، ولس او د قربانیانو کورنیو ته خپل د غمشریکۍ او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي.

زموږ امنیتي ارګانونو د پښې په تړاو هر اړخیزه څېړنه پیل کړې او د سفارت د لاخوندیتوب لپاره به لا زیات جدي ګامونه هم پورته کړي،ترڅو دغه ډول احتمالي ګواښونه د سفارتونو کار له خنډ سره مخ نه کړي. د ا.ا.ا د روسیې فدراتیف سره نژدې اړیکې لري او موږ اجازه نه ورکوو،چې د دښمنانو دغه ډول منفي کړنې د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز وکړي.» 

امنیه قومنداني پيښه کې ددوه روسي اتباعو په ګډون د څلور افغانانو وژل کیدل تائیدوي،خو عیني شاهدان بیا وايي،دپيښې ځای کې لسګونه مراجعین راټول شوي وو او له شلو زیات کسان مړه او ټپيان شوي دي.

د برید مسوولیت د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش پر غاړه منلی دی. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist