Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې پر ۴۰۰ بستریز روغتون برېد  پر کور دننه او بهر په پراخه کچه وغندل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/03

د ایران، پاکستان او امریکا په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو او سازمانونو په کابل کې د سردار محمد داوود خان پر څلور سوه بستریز روغتون  پرونی برید غندلی او دې برېد ته  یې توند غبرګون ښودلی دی. 

دافغانستان ګاونډی هېواد ایران، چې په سیمه کې د داعش ډلې له فعالیتونو سخته اندېښنه لري، دغه برید یې غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ‎:« ایران د ملکي وګړو پر وړاندې د هر ډول ترهګریز برید غندنه کوي. موږ د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوو او د ټپیانو لپاره بېړنۍ روغتیا غواړو.»

د افغانستان بل ګاونډي هېواد پاکستان هم دغه برید غندلی او د ملکي وګړو هدف ګرځول یې د وحشت خپرول او نه بښونکی جنایت بللی دی.

د پاکستان بهرنیو چار وزارت :« موږ په دغه برید کې د قربانیانو له کورنیو سره غمشریکي کوو او د هغوی درد خپل درد ګڼو او د دا ډول ترهګریز برید غندنه کوو. موږ په دې مرګوني برید کې له ټپیانو سره هم خواخوږي کوو او د هغوی د بېړنۍ روغتیا هېله لرو.»

اخو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، چې له دې برید وړاندې یې په وار وار افغانستان کې د ترهګرو ډلو د بیا فعالیت پيل کېدو خبرداري ورکړي، د دې برید غندنه کړې او ویلي یې دي، چې د روغتیا پالانو په نښه کول هېچا ته د منلو وړ نه دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس وايي:« موږ د دا ډول برید غندنه کوو او هغوی چې خپل خپلوان یې له لاسه ورکړي، غمشریکي ورسره کوو. د روغتیا پالانو وژل او د ناروغانو برمته کول او پر وړاندې یې وحشت هېڅ د منلو وړ نه دی.»

ترکیې بیا پر یاد روغتون برید د ملکي وګړو ترمنځ د ترهګرۍ خپرول او وحشت بللی او د پېښې ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هېله څرګنده کړې ده.

د ترکیې بهرنیو چارو وزارت :« د برید قربانیانو ته د خدای ج له لوري د مغفرت غوښتنه کوو او د ټپیانو د رغېدو لپاره دعا کوو. د ملګري هېواد افغانستان ولس ته خپله خواخوږي وړاندې کوو او د  قربانیانو کورنیو سره همدردي څرګندوو.»

پر سردار محمد داودخان روغتتون د سه شنبې ورځې برید پر کور دننه هم په پراخ کچه غندل شوی ا و عاملین یې دافغانستان دښمنان بلل شوي دي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي روغې جوړې عالي شورا پخواني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ، د اسلامي امارت ګڼو چارواکو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یا یوناما دغه برید غندلی او عاملینو ته یې د سختې جزاء غوښتنه کړې ده

اسلامي امارت وايي، په دې برید کې د ملکیانو په ګډون اووه تنه وژل شوي او اته تنه ټپيان دي، خو سرچینو ویلي برید کې له لسو زیات کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

د دې برید مسوولیت د داعش  خراسان ډلې منلی او له پنځوسو د زیاتو کسانو وژلو او ټپي کېدو ادعا یې کړې ده.  

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist