Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې پر يوه رسټورانټ شوې چاودنه په کور دننه او بهر وغندل شوه

کابل کې پر يوه رسټورانټ شوې چاودنه په کور دننه او بهر وغندل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/21

د کابل په شهرنو کې پر یوه رسټورانټ چاودنه چې ۲۰ کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې، په کور دننه او بهر وغندل شوه.

پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه چاودنه غندلې او په نتيجه کې يې پر اوښتې مرګ ژوبلې خواشيني څرګنده کړې. کرزي د پېښې قربانیانو له کورنیو سره غم ‌شريکي کړې او ټپیانو ته یې د رغېدو غوښتنه کړې.

پخوانی ولسمشر حامد کرزي ویلي: « د کابل شهرنو په چینایي رسټورانټ کې د چاودنې له امله پر اوښتې مرک ژوبلې خپل ژور خپګان څرګندوم او دا برید غندم. د قربانیانو کورنیو ته د خپلې غمشریکۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوم او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا دعا کوم.»

په ورته مهال، د پخوانۍ ملي پخلاينې عالي شورا ریيس ډاکټر عبدالله عبدالله هم د چاودنې غندلو ترڅنګ، په کابل کې شوې چاودنه ترهګریز برید بللی او زیاته کړې يې ده چې دا ډول کړنې غیر اسلامي او انساني دي.

عبدالله د کابل نوي ښار په ګلفروشۍ کوڅه کې پر رسټورانټ شوې چاودنه د افغانانو د ارادې ضد عمل ګڼلی او د چاودنې قربانیانو له کورنیو سره یې غم‌شريکي کړې.

د ملي پخلاينې پخوانۍ عالي شورا ریيس ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي: « په کابل کې د تېرې ورځې ترهګریز برید په کلکو ټکو غندم  او دا ډول غير انساني اعمال د اسلام، انسانیت او د افغانستان د خلکو ارادې پر ضد ګڼم او د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوم.»

په همدې حال کې د پاکستان ولسمشر هم په کابل کې پر رسټورانټ شوې چاودنه غندلې او له امله يې پر اوښتې مرګ ژوبلې خواشیني څرګنده کړې. نوموړي دېته په پام چې په چاودنه کې يو چينايي وګړی هم وژل شوی، د افغانستان په بيا رغونې کې د چينايي وګړو هڅې ستايلې دي.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ویلي: « ولسمشر اصف زرداري په کابل کې د چینایانو پر رسټورانټ چاودنه غندي او په دې پېښه کې د يوه چينايي وګړي د وژل کېدو ترڅنګ، پر اوښتې مرګ ژوبلې خواشني څرګندوي او د افغانستان په پرمختګ کې د چينايانو ونډه ستايي.»

شنونکي بیا دا ډول پېښې د استخباراتي کړیو کار بولي چې په خبره یې، د ټینګ شوي امنیت د خرابولو هڅې کوي، خو زیاتوي چې افغانان د هر ډول ترهګرۍ خلاف دي او د مخنیوي لپاره به یې يو موټی شي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب‌الله جامع وايي: « په پلازمېنه کابل کې پر رسټورانټ چاودنه نه یوازې ترهګریز او د انسان وژنې عمل او هڅه وه بلکې د پېښې عاملین باید پوه شي چې دوی نه شي کولی په دې ډول چاودونو سره د افغانستان اوسنی امن او عظمت وګواښي. افغانانو تل ثابته کړې چې ترهګري یې په هر لباس کې غندلې او د سولې خلک دي. د افغانستان دښمنان به تل په خپلو هڅو کې ناکام شي.»

د دوشنبې په مازدېګر د کابل په شهرنو کې د چینايي مسلمانانو او افغانانو پر رسټورانټ چاودنه وشوه چې د کابل امنیه قوماندانۍ مسوولانو په خبره، په دې چاودنه کې د عبدالمجید په نوم د یو مسلمان چینايي په ګډون ۷ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist