Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې پر لسګونه یتیمانو او بې سرپرسته کورنیو مرستې ووېشل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/16

په کابل کې د  سه شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د سلواغې پر ۲۶  مه» د صاحب زاده خیره بنسټ له لوري پر لسګونه یتیمانو او بې سرپرسته کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې. 

د ياد بنسټ مشر  علي ګل فرید صاحب زداه  وايي،هڅه کوي يوازې هغه کسان سروې او مرسته ورسره وکړي،چې يتيمان او يا هم د نفقې پيدا کولو څوک نه لري.

صاحب زاده زیاته کړه:«هڅه کوو،هغه کونډې او يتيمان چې د کور سرپرست ونه لري، بې وروره وي،بې پلاره وي او داسې کورنۍ په سروې ګانو کې کتلي دي،چې هغه هيڅوک نه لري،خو واړه واړه يتيمان ورترغاړې وي، يا په خېمو کې ژوند کوي، يا په کرایه کورونو کې ژوند کوي، يا په ډېر بد حالت کې په داسې ځايونو کې ژوند کوي،چې لیدل یې زموږ لپاره ډېره سخته ده.»

مرسته شوي کسان له دغه مرستو خوښ دي او وايي، سږ کال ژمی يې په داسې مهال راتېر کړ،چې د خوراک او سون لپاره یې څه نه لرل او نه  هم د کار لپاره سرپرست لري.

یو تن بې وزله وايي:« چرخي نه راغلي یو. له موږ سره چې کومه مرسته شوې، ترې ډېر خوشاله يو. د ژمي موسم دی،بې کاره يو، مرستې نه شته دی،که له دې وروسته نور تجاران مرسته  وکړي ډېر به خوشاله شو.»

یو بل بې وزله بیا داسې وايي:« زه مننه کوم،د فقیرو او غریبو خلکو لاره دا ډول مرستې اړینې دي. خلک له ډېرو ستونزو  سره مخ دي،که راتلوونکې کې هم مرستې تر سره شي. ښه به وي،ځکه خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي.»

د مرستو اخیستلو له پاره دا راغلې مېرمنې،چې د ډېری هغو يې خاوندان په تېرو جګړو کې وژل شوي،له دغو مرستو د خوښۍ تر څنګ د دوامداره مرستو غوښتنه کوي.

یوه بې سرپرسته مېرمنه وايي:« زه ډېره زياته مننه کوم،له هغه چانه چې مرسته یې راسره کړې. باید کمک راسره بار بار وکړي، زه هم سرپرست نه لرم او دلته چې څومره ميرمنې دي، دوی ټولې د کور سرپرست نه لري.»

د صاحب زاده خیره  بنسټ مشر وایي،تېرو څو مياشتو کې یې له شااوخوا ۸۰۰ يتيمو او کونډو میرمنو سره مرسته کړې او دغه پروسه روانه ده. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist