Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې پر سردار محمد داود خان روغتون برید د پنځه بریدګرو په وژلو پای ته ورسېد

admin by admin
2021/11/02

کابل د سه شنبې په ورځ د سترې چاودنې او وسله‌وال برید شاهد و، چې د ملکي وګړو په ګډون لسګونه کسانو ته په‌کې مرګژوبله اوښتې ده. دا برید پر کابل عیدګاه جومات مخې ته د داعش ډلې له ځانمرګي برید نهه ویشت ورځې وروسته د سه شنبې په ورځ د کابل ښار لسمې ناحیې اړوند سیمه کې پر سردارمحمد داود خان روغتون ترسره شو. عیني کتونکي وايي، برید د روغتون دروازه کې په یوه ستره چاودنه پيل او دوه تنه وسله‌وال بریدګر روغتون ته ننوتل او د طالبانو امنیتي کسانو سره یې نښته پیل کړه.

د ا.ا.ا. ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، پر سردار محمد داود خان څلورسوه بستریز روغتون د داعش ډلې برید شنډ کړل شوی او په کې پنځه داعشیان وژل شوي.

مجاهد دغه راز وایي چې برید د پنځلسو دقیقو په منځ کې کابو کړل شو، د روغتون دننه چاته زیان ندی اوښتی، خو له روغتون څخه بهر ۳ ښځې ۱ ماشوم او ۳ تنه سرتیري وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان دي.

د پېښې له ځایه یوازې ایمرجنسي روغتون ته لس ټپيان ور وړل شوي دي. دا برید داسې مهال ترسره کېږي چې یو کال وړاندې په همدې ورځ داعش وسله ‌والو پرکابل پوهنتون خونړی وسله وال برید وکړ، چې پرمهال یې ۳۱ کسان وژل شوي وو او له اتیاوو زیات ټپيان وو.

خو سرچینې بیا وایي چې له لومړۍ چاودنې څو دقیقې وروسته دننه روغتون کې یوه بله چاودنه هم شوې، چې ویل کېږي ځانمرګی برید و.

سرچینې بیا د طالبانو په ګډون د نولس تنو د وژل کېدو او له ۳۰ زیاتو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

د کابل والي په یوه غونډه کې یاد برید غندلی او بریدګر یې د افغانستان دښمنان وبلل.

د کابل والي احمدالله بدر وایي: «ته کفري نظام غواړئ، که اسلامي نظام غواړئ، خو راشه ماسره ودرېږه. د اسلامي نظام په قیام کې، د اسلامي نظام په ترویج کې راسره همکار شه.»

د کابل والي که څه هم د کومې ډلې نوم ندی اخیستی، خو خبرداری یې ورکړی چې په هیڅ ځای کې خوندي نشي پاتې کېدای، پرته له دې چې تسلیم شئ.

دا پر یاد روغتون دویم برید دی چې ترسره کېږي، تېر برید په  ۲۰۱۷ کال کې شوی، چې بریدګرو د داکترانو له یونیفورم کار اخیستی و او پرمهال یې ۳۰ تنه دولتي ځواکونه او داکتران وژلي وو او له ۵۰ زیات ناروغان، داکتران او امنیتي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه. د یاد برید مسوولیت داعش ډلې منلی و، خو ددې برید په تړاو تراوسه د داعش خراسان ډلې څه ندي ویلي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist