Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې پر جومات چاودنې په کوردننه او بهرغبرګونونه پارولي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/01

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې يوناما او د ملګروملتونو نړيوال سازمان او د افغانستان لپاره دامريکا ځانګړي استازي توماس ويست، ایران او پاکستان سربیره یو شمیر افغانانو دغه برید غندلی او بشري جنایت یې بللی دی.

په ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې مرستيال رامز الګبروف  کابل کې د خلیفه صاحب په جومات د ورمې ورځې برید غندلی دی. 

الګبرووف دغه پیښه غندلې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواشیني ښودلې او د ټپیانو ژر روغیدو هېله یې کړې ده.

الکبرووف زیاته کړه:«  د نن ورځې برید،چې د روژې مبارکې میاشتې په اخره جمعه شوی،د افغانانو لپاره یوه بله دردونکې پیښه ده او څوک چې داومداره ناامنی او تاوتریخوالي ته لمنه وهي. دا د ملکي خلکو لپاره ډېره سخته ده،چې په جومات، ښوونځي، بازار او هېڅ ځای کې خوندي نه دي او په نښه کیږي.» 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي  استازولي یا یوناما  په افغانستان کې دغه خونړی برید  په خواشینۍ سره غندلی  او وایي، د ملکیانو پر وړاندې اوسني بریدونه، قومي او مذهبي ډلې په نښه کول په افغانستان کې د یوه بد جريان پیل دی.

یوناما  زیاته کړې:« دغه برید،چې د روژې میاشتې په ورستۍ اوونۍ او د کوچني اختر په را رسیدو سره په عامو خلکو ترسره شو،بشري جنایت دی. هېڅ داسې کلمې نشته دی،چې دغه عمل پرې وغندل شي او عبادت ځایونه په نښه کیږي، په داسې حال کې چې مسلمانان په ټول افغانستان کې د اختر نماځلو تیاری نیسي.» 

 د افغانستان لپاره د امريکا متحده ایالتو ځانګري استازي توماس ويسټ د ياد بريد د غندنې تر څنګ د مجرمينو د نيولو او هغوي ته د درنې سزا ورکولو غوښتنه هم کړې ده.

ویسټ زیاته کړې:« د خلیفه صاحب د جومات پر ګډون زه د تېرې اوونۍ د بې ګناه افغانانو پر وړاندې بې رحمانه او وحشتناک بریدونه غندم. دغه بریدونه باید بند شي او مجرمین یې باید مجازات کړل شي او سخته سزا وویني.» 

کابل کې د ایران سفارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د خلیفه صاحب پر جومات او خانقا برید دا وښوده،چې دښمن پر شعیه او سني دواړو رحم نه کوي.

د ایران سفارت د ټویټ یوه برخه:«  د افغانستان اوسنی حکومت به د ترهګرۍ او افراطیت پر وړاندې مبارزه کې  بریالی شي او افغانانو ته به امن چاپیریال جوړ کړي.» 

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سر په کابل کې د وړمې ورځې برید غندلی دی.

د خبرپاڼې یوه برخه:« موږ د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وایو او خپله خواخوږي ورسره شریکوو او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا دعاء کوو.  موږ د تروریزم پر وړندې مبارزه کې په اغیزمنه توګه د افغان وروڼو ملاتړ کوو.»  

پر کور دننه هم ګڼو سياسيونو د غه بريد غندلی دی.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د خلیفه صاحب پر جومات بريد  بشري جنایت ياد کړی او دا عمل يې د  افغانستان د خلکو د سولې او یووالي د دښمنانو کار ګڼلی دی.

کرزي زیاته کړې:« په خليفه صيب جومات بريد په کلکو ټکو غندم او دغه بریدونه دسیسه بولم او د پردو د شومو اهداف د شنډولو لپاره د افغانستان د خلکو پر آګاهانه عمل او د ملي اتحاد او اتفاق پر لا زیات تقویت ټینګار کوم.  د خواشینۍ او ډاډگیرنې مراتب د دغې غمجنې پيښې د قربانیانو کورنیو ته وړاندې کوم او د لوی خدای(ج) له درباره شهیدانو ته د جنت او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا استدعا کوم.» 

د کابل د وړمې ورځې بريد،چې  په يو جومات کې ترسره شو، ټول قربانیان یې عام وګړي دي.

د کابل امنیه قومانداني په دغه پيښه کې ۴۰ کسانو ته مرګ ژوبله تائیدوي،خو ځايي سرچینې بیا وايي، په دغې پيښه کې له ۸۰ زیات کسان شهیدان او ټپيان شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی،چې په کابل کې جومات نه په نښه کيږي،بلکې له دې وړاندې په بلخ، کندز او کابل کې هم  ورته بريدونه ترسره شوي،چې په پایله کې سلګونه ملکي کسان شهیدان او  ټپيان شوي دي،چې د ځينو بریدونو مسوولیت داعش ډلې منلی دی. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist