Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې معلولین له دولت د خپلو حقونو او معاشونو غوښتنه کوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/12/05

په کابل کې یو شمېر معلول وګړي وایي، دولت ورته  له میاشتو میاشتو انتظار وروسته بیا هم  د معلولیت امتیازات نه دي ورکړي.

محمد چې لس کاله وړاندې یې د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې  یې د ماین چاودنه کې دواړه لاسونه او پښې پرې شوي وایي، ژوند یې له کړاونو ډک دی او د ګاونډیانو په راوړو خیراتونو ژوند تیروي.

پنځه‌دېرش کلن محمد وایي، وړاندې به یې د معلولیت څه اندازه امتیازات ورکول کیدل، خو اوس له میاشتو ځنډ وروسته هم نه ورکول کیږي.

هغه زیاتوي:«له نن څخه نږدې ۱۰ کاله وړاندې مې د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې دنده لرله، د ماین چاودنې له امله مې  دواړه لاسونه او پښې له لاسه ورکړې. زمان خان کلا سیمه  کې راسره ګاونډیانو زیاته مرسته کوله. زه په کور کې اوه کسان لرم. مېرمنه، بچیان،مور او پلار  او یو کوچنی ورور مې راسره دي.»  

محمد وايي،ځینو خیریه بنسټونو ورسره د مرستو ژمنې کړي،خو کال تیریږي چې تراوسه ورسره کومه مرسته نه  ده شوې.

ورته مهال د معلولینو ټولنه غړي وايي، له دوی سره په یاده ټولنه کې په زرګونه معلول شتون لري،چې له میاشتو یې خپل حقونه او امتیازات نه دي اخېستي او له ګڼو اقتصادي ستونزو کړیږي.

د شهیدانو اومعلولینو چارو وزارت ویاند مفتي فیصل بیا وایي، یاد وزارت سره تر دې دمه تر یو سلو پنځوس زره کونډې،معلولین او یتیمان ثبت شوي،چې په لړ کې یې څه باندې ۱۲۰  زرو کسانو ته د شپږو میاشتو او کلني امتیازات ورکړل شوي او دغه راز یې یو شمیر معلولینو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابره کړې ده.

فیصل زیاتوي:« د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت تر دې دمه د مرکز په ګډون په ټولو ولایتونو کې ۱۵۰ زره معلولیت لرونکي وګړي ثبت کړي  دي،چې له هغې ډلې ۱۲۰ زرو معلولینو ته د روان کال د شپږو میاشتو او ځینو نورو ته یې د پوره کال  مرستې او میاشتنۍ نغدي ورکړي دي. دغه راز د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ځینو ادارو د  تشکیلاتو په چوکات کې یو شمېر معلولین په رسمي ډول پر دندو بوخت دي او ځنیو نورو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابره شوې ده.»  

وړمه ورځ  د لیندۍ دیارلسمه د معلولینو نړیواله ورځ داسې مهال افغانستان کې ونمانځل شوه،چې د سره‌ صلیب د نړیوالې ادارې د معلوماتو له مخې افغانستان دا مهال یواعشاریه پنځه میلیونه معلولین لري او ډېری یې د نورو مرستو او لاسنیوي ته اړتیا لري،چې په دې برخه کې هېڅ پاملرنه نه ده شوې.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist