Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې له ۴۰۰ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/14

د کابل ښار اتمې حوزې اړوند سیمه کې  نن  یکشنبه د «۱۴۰۰ کال د لړم پر ۲۳ مه » د خوړو نړیوال سازمان له خوا شااوخوا ۴۰۰ اړمنو کورنیو سره نغدې مرسته وشوه.

د بشري مرستو د تنظيم کميسيون مشر شرف الدین مسلم وايي، د سيمې او نړۍ له هيوادونو سره په خبرو بوخت دي، تر څو د خوراکي توکو مرستې جلب او پر اړمنو یې وویشي.

مسلم  زیاته کړه:« ډېری بهرنيو موسسو ته چې موږ زمينه برابره  کړې. موږ ورته ستونزې حل کړي دي او دوی هڅه کړې،چې دغه خوراکي مواد يا غذايي مواد، يا د ژمي کومه البثه چې ده، کوشش یې کړی دی،چې ټولې موسسې چې په ښکته حساب باندې دي، خيريه ادارې دي، هغوی خپلې مرسته تر سره کړي دي.»

مسلم وايي، د مرستو د تنظيم او توضېع پروسه یې رڼه ده او هغو کسانو ته په کې لومړیتوب ورکړل شوی،چې د جګړو له امله بې ځايه شوي  دي.

هغه وايي، ګڼو نړیوالو موسسو او خيره بنسټونو ته یې زمينه برابره کړې،چې له  اړمنو سره مرستې تر سره او د بشري ناورين مخنيوی وکړي.

اخوا اړمنې کورنۍ که څه هم مرستو ته خوښې دي، خو زیاتوي،چې دا بسنه نه کوي او د لا زیاتو مرستو غوښتنه کوي.

یو تن مرسته ترلاسه کوونکی وايي:«  نه نه تر اوسه نه مونږ مرسته اخيستې او نه راسره چا مرسته کړې ده. دا هم ښه ده، د دوی دې کور ودان وي، په دې هم زمونږ دومره ګوزاره نه کیږي، غوړي، اوړه دومره ګران شوي چې زمونږ ورته وس نه رسيږي.»

یو بل مرسته ترلاسه کوونکی بیا داسې وايي:« ولا د هر شي ضرورت دي، ژمی راغی، ډېر مسکين او بې چاره خلک شته دی، د ژمي خرچه نه لري، د اوړو او غوړيو پيسې نه لري، مشکلات خو ډېر دي ځکه افغانستان دی او مشکلات وي.»

افغانستان چې شااوخوا  ۲۳ میلونه وګړي یې له فقر کړېږي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري مرستندويه ادارې کار کوي،چې نړیوالې مرستې جلب او پر اړمنو یې وویشي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د نیم میلیون ډالرو په لګښت د یوه ستر چکډیم جوړولو کارونه پيل شول
افغانستان

کندهار کې د نیم میلیون ډالرو په لګښت د یوه ستر چکډیم جوړولو کارونه پيل شول

جولای 23, 2026
کابل ښاروالي: کابل ښار کې د درېیو نورو هوايي پلونو ډیزاین روان دی
افغانستان

کابل ښاروالي: کابل ښار کې د درېیو نورو هوايي پلونو ډیزاین روان دی

جولای 23, 2026
د بلوچستان اتیا سلنه خاوره د پاکستان له واکه وتلې
افغانستان

د بلوچستان اتیا سلنه خاوره د پاکستان له واکه وتلې

جولای 23, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان د جنګي جنایت په توګه پر امېد روغتون د پاکستان برید څېړلو غوښتنه کړې

جولای 23, 2026
چارواکي: سېلابونو نورستان کې شاواخو۴۰ میلیون ډالره زیان اړولی
افغانستان

چارواکي: سېلابونو نورستان کې شاواخو۴۰ میلیون ډالره زیان اړولی

جولای 23, 2026
اتریش د افغان کډوالو په اړه د جرمني له پرېکړې هرکلی وکړ
افغانستان

جرمني یوځل بیا له خپلې خاورې د مجرمو افغان وګړو پر شړلو ټینګار کړی

جولای 23, 2026

وروستي خبرونه

کندهار کې د نیم میلیون ډالرو په لګښت د یوه ستر چکډیم جوړولو کارونه پيل شول

کندهار کې د نیم میلیون ډالرو په لګښت د یوه ستر چکډیم جوړولو کارونه پيل شول

جولای 23, 2026
بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

جولای 23, 2026
کابل ښاروالي: کابل ښار کې د درېیو نورو هوايي پلونو ډیزاین روان دی

کابل ښاروالي: کابل ښار کې د درېیو نورو هوايي پلونو ډیزاین روان دی

جولای 23, 2026
د بلوچستان اتیا سلنه خاوره د پاکستان له واکه وتلې

د بلوچستان اتیا سلنه خاوره د پاکستان له واکه وتلې

جولای 23, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

د بښنې نړیوال سازمان د جنګي جنایت په توګه پر امېد روغتون د پاکستان برید څېړلو غوښتنه کړې

جولای 23, 2026
چارواکي: سېلابونو نورستان کې شاواخو۴۰ میلیون ډالره زیان اړولی

چارواکي: سېلابونو نورستان کې شاواخو۴۰ میلیون ډالره زیان اړولی

جولای 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist