Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې له یوه خصوصي پوهنتونه لسګونه محصلین فارغ شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/28

که څه هم د دولتي پوهنتونونو دروازې تړل شوي،خو د هېواد پر کچه د خصوصي پوهنتونونو دروازې پرانیستې دي او زرګونه محصلین په ‌کې زده‌ کړې کوي.

په کابل نن سه شنبه د « ۱۴۰۰ کال د مرغومې پر ۷ » په یوه خصوصي پوهنتون کې د  لسګونه محصلینو فراغت غونډه نیول شوې وه.

فراغت غونډه کې د  خصوصي پوهنتون مسوولینو له فارغ شویو  محصلینو وغوښتل،چې د خپلو خلکو او هېواد لپاره کار وکړي او همداراز یې له اسلامي امارته هم غوښتنه وکړه،چې د دولتي پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

د خصوصي پوهنتون مسوول عبدالطیف روشان وايي:« همداسې چې شخصي پوهنتونونو ته اجازه ورکړل شوې ده، هیله من یم،چې دولتي پوهنتونونو ته هم اجازه ورکړل شي،تر څو وکولی شي،پرمختګ او انکشاف کې رغنده ونډه واخلي.»

د محصلینو فراغت غونډه کې د خصوصي پوهنتون مسوولینو ډاډ وښود،چې ډېر ژر به دولتي پوهنتونونه هم بېرته پیل شي،خو په وینا یې دا هرڅه امکاناتو او وخت ته اړتېا لري.

د خصوصي پوهنتون مشر خیبر سیفي وايي:« زموږ دولتي پوهنتونونه یو لړ امکاناتو ته اړتیا لري،نو تاسې ډاډمن اوسئ،چې ډېر ژر به دولتي پوهنتونونه پرانېستل شي او دې برخه کې هېڅ کورنۍ اندېښنه نه لري.»

تازه فارغ شوي محصلین بیا وايي،پوهېږي،چې د مسوولیت کچه یي پراخه شوه او هوډ لري، چې د خپل هېواد او خلکو لپاره کار وکړي.

دوی پر نورو ځوانانو هم غږ وکړ،چې جلاوطنۍ ته دې زړه نه ښه کوي او خپلې وړتیاوې دې د خپل هېواد په بیا ابادولو کې وکاروي.

یو تن  تازه فارغ شوی محصل  بلال مشعل وايي:«  راځئ خپل هېواد کې پاتې شو.هېواد ته کار وکړو او هغه چاته کار وکړو،چې دا څو کاله یې په جنګ کې تېر شوي دي. هغو خلکو ته کار وکړو،چې د پرمختګ تږي دي. هغه چاته کار وکړو،چې پر موږ او تاسې حساب کوي.»

تازه فارغ شوي کسان چې په پنځه مختلفو پوهنځیو کې یې لوړې زده کړې بشپړې کړې، له اسلامي امارته غواړي،چې دندې ورکړي او کار اهل کسانو ته وسپاري.

دوی وایي، اسلامي امارت دې ورته د کار کولو زمینه برابره کړي او دوی چمتو دي،چې خپل هېواد ته کار وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي
افغانستان

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي
افغانستان

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې
افغانستان

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي
افغانستان

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي
افغانستان

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist