Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې له۲۰۰ بې‌وزله کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وشوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/22

افغانستان کې له اړمنو او بې ځايه شويو کورنیو سره د مرستو په دوام کابل کې نن چهار شنبه د «۱۴۰۰ کال د مرغومې پر ۲ مه» لسګونه اړمنو کورنيو سره د خوراکي او غيرې خوراکي توکو مرسته وشوه.

په دغو مرستو کې چې اوړه، غوړي، وريجې، لوبيا او نورو توکي شامل ول، د سعودي عربستان د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري ترسره او د سرې میاشتې له خوا پر دوه سوه مستحقو کورنیو وویشل شوې.

د افغانې سرې میاشتې وياند نوراغا صاحبزاده وايي:« دغه مرسته د ملک سلمان بنسټ له لورې تر سره شوه،چې ټول ټال ۱۰۷ ټنه کیږي.په دې مرسته کې خوراکي او غيرې خوراکي توکي شامل دي. په خوراکي توکو کې پنځه زره او دوه بستې دي، په هغه کې اوړه، غوړي ، لوبیا، دال او وريجي شاملې دي او په غيرې خوراکي توکو کې بيا چې ۵۷۶ بستې دي، په هغه کې د اشفزخانې وسايل ، ترپال او فرش شامل دي.»

صاحبزاده وایي،د مرستو ویش کې د هغو ولايتونو خلکو ته لومړیتوب ورکړل شوی دی،چې د ورښتونو امکان په کې زیات دی او يا هم بې ځايه شوي وي.

صاحبزاده  زیاته کړه:« اول قدم کې لومړيتوب هغو ولايتونو ته ورکوو،چې په هغو ځایونو کې د واورې د اورښت امکان ډېر زيات وي،لارې بندې نه شي،په دویم قدم کې هغه هېوادوال دي،چې هغوی بې ځايه شوي وي او په درېيم قدم کې بيا زموږ هغه خلک دي،چې هغوی يو څه ښه ژوند ولري.»

مرسته شوي کسان له يادو مرستو خوښ دي،خو ځينې د دوامداره پروژو پیلولو غوښتنه لري او وايي، بې روزګاره خلکو ته دې د دايمي کارونو فرصتونه برابر شي.

یو تن  بې وزله وايي:« زموږ لپاره به  دا مرستې يوازې يو څو ورځې بسنه وکړي.خو زموږ له پاره بايد دوامداره پروژې پرانېستل شي، کارخونې جوړې شي، نور دوامداره کارونه تر سره شي.»

یو بل بې وزله کس وايي:« په دې مرستو يوازې زه نه بلکې دا ټول اړمن کسان خوښ دي، ځکه افغانستان اوس وخت کې ډېر بد حالت کې دی او دغه ډول مرستو ته اړتيا ليدل کېږي.»

له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې سعودي عربستان تر دې وړاندې هم له اسلامي امارت سره د سلګونه ټنه خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته تر سره کړې وه.

مسوولینو د دغو مرستو د هرې بستې ارزښت له پنځلس تر شل زره افغانۍ بللی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist