Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/01

د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت په کابل کې لسګونه ټنه تاریخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نيولي.

د دې وزارت مسوولین وايي، یاد مواد په عمده توګه د پلورلو په موخه د کابل ښار اړوند په قصبې سیمه کې په یوه ګدام کې ځای پر ځای شوي وو.

دوی خبرداری ورکوي چې که له دې وروسته څوک تاريخ تېر توکي د خرڅلاو لپاره وساتي، له سپارښتنې پرته به زندان ته واچول شي.

د امربا المعروف او نهې عن‌المنکر وزارت ویاند  سیف‌ الاسلام خیبر وايي: «  دا په لسګونه ټنه توکي دي، د دې موادو لوی ګودام د خیرخانې په سیمه کې دی. امربالمعروف وزارت له دې وړاندې هم دا ډول کمپاینونه کړي او دا ځل هم د شعبان له پيل څخه دا کمپاین شروع شوی او په روژې مبارکه میاشت کې به لا جدي شي.»

د مسوولانو په خبره، له دې وړاندې په ورته قضيو کې نيول کېدونکو کسانو ته یوازې سپارښتنه کېده، خو له دې ورسوته به د تاریخ تېرو توکو د ساتنې او پلورنې پر جرم نيول کېږي او زندان ته به اچول کېږي.

سیف‌ الاسلام خیبر په دې اړه وايي: « هو، د احتکار او سود د مخنیوي مسوولیت د امربالمعروف وزارت دی او د قانون له مخې دا دنده محتسبینو ته سپارل شوې ده. کله چې له پاکستان سره ستونزه پیدا شوه او لارې وتړل شوې، دلته د توکو په بیه کې لوړوالی محسوس شو. امربالمعرفو وزارت زرګونه ټنه خوراکي توکي چې د احتکار په موخه ساتل کېدل، ونیول او عاملین یې محاکمو ته وسپارل شول.»

د امربالمعروف وزارت مسوولین دا مني چې د روژې میاشتې پرمهال ځينې سوداګر او دوکانداران د توکو بيې په خپلسرې توګه لوړي، خو ډاډ ورکوي چې د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت محتسبين به له ځينو اړوند ادارو سره په همغږۍ په ښار کې د توکو د بيو څارنه  وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist