Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې لسګونه  محصلینو د هند سفارت مخې ته لاریون  کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/03

په کابل کې د چهار شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د سلواغې پر ۱۳ مه» لسګونه افغان محصلینو د هند سفارت مخې ته د وېزې نه ورکړې په غبرګون کې لاریون کړی دی.

دوی وایي، او په کراتو یې د هند له حکومت غوښتي،چې دوی ته ویزې ورکړي، په خبره یې تر اوسه پورې یې مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.

یو تن معترض محصل حامد ځاځی وايي:« د هندوستان هېواد موږ هېله کوو،چې زموږ ستونزو ته رسېدنه وکړي. تعلیم زموږ حق دی، زموږ محصلین تیار بایومتریک شوي دي او قانوني ویزې دې ورکړي.»

اعتراض کوونکي محصلین وایي،له هېڅ سیاسي ګروپ پورې تړاو نه لري، یوازې محصلین دي او د خپلو زده کړو په اړه د عدالت غوښتنه کوي.

دوی وایي،د هند حکومت د‎ې زده کړې د سیاست قرباني نه کوي او نه دې دوی له زده کړو محروم کوي.

دوی  وايي، ویزې غواړي،چې لاړ شي او هند کې خپل درسونو ته دوام ورکړي.

یو تن معترض محصل محمد شفیق نیازی وايي:« زموږ غوښتنه روښانه ده. موږ ویزې غواړو او موږ له هېڅ کوم سیاسي ګروپ پورې تړاو نه لرو. موږ نه غواړو،چې زموږ تعلیم له سیاست سره یو ځای او قرباني شي، نو موږ ویزې غواړو،چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړو،ځکه موږ د خپلو درسونو او خپلې راتلونکې په تړاو اندېښنه لرو.»

دوی د هند سفارت مخې ته اعتراض کړی او غواړي،چې د هند حکومت یې غږ واوري او ستونزې یې ورته حل کړي.

محصلین اندېښنه لري،چې هلته یې درسونه په حضوري توګه پیل شوي او که دوی ورنه شي،درسونه ترې تیریږي.

یو تن معترض محصل طاهر وايي:« موږ له هند غواړو،چې ویزې راکړي،ترڅو زده کړو ته دوام ورکړو،ځکه ډېری محصلین دلته بند پاتې دي او درسونه یې حضوري پیل شوي دي او د ډېریو وروستي سمسترونه دي.»

د مالوماتو له مخې،د  کورونا ویروس او افغانستان کې د سیاسي تحولاتو له امله شااوخوا ۲۵۰۰ هغه افغان محصلین چې هند کې یې زده کړې کولې اوس  بند پاتې دي.

 

 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي
افغانستان

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي
افغانستان

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې
افغانستان

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي
افغانستان

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي
افغانستان

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist