Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې سلګونه پولیس له امنیتي او عقیدتي زده کړو فارغ شول

کابل کې سلګونه پولیس له امنیتي او عقیدتي زده کړو فارغ شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/15

د کابل ولایت امینې قوماندانۍ په چوکاټ کې ۳۶۰ تنو پولیسو ته چې افسران، ساتنمنان او سرتیري په کې شامل دي، د شپږو اوونیو په موده کې عقیدتي او امنیتي زده کړې ورکړل شوې او د فراعت سندونه یې ترلاسه کړل.

د کورنیوچارو وزارت وايي، دغو پولیسو په یاده موده کې بېلا بېلې زده کړې ترلاسه کړې چې د دندو د اجرا کولو پرمهال به یې عملي کړي.

د دغه وزارت د تامیناتو معین مولوي عبدالله مختار وايي: « له دې معسکر نه الحمد الله ۳۶۰ تنه فارغین لرو چې په مجموع کې ۷۱ تنه افسران، ۱۰۳ تنه ساتنمنان او ۱۸۶ تنه سربازان مجاهدین د ۴۵ ورځو زده کړو وروسته له دې معسکر فارغ شول.»

فارغ شوي پولیس بیا ډاډ ورکوي چې د خلکو د امنیت ټینګولو او جنايي جرمونو په له منځه وړلو کې به خپلې هڅې ونه سپموي.

فارغ شوی پولیس ضیا محمد مقدس وايي: « موږ ستاسو د میډیا له لارې ټولو هېوادوالو ته دا ډاډ ورکوو، که په سیاسي برخه کوي یا جنايي برخه کې، موږ چمتو یو او شپه ورځ مو یو کړې چې د خلکو خدمت به کوو. په دې برخه کې ډاډ ورکوو چې انشاالله په جنايي پېښو کې به هم کمښت راځي بلکې صفر ته به رسېږي.»

فارغ شوی پولیس محمد ناصر منګل وايي: « موږ په دې ۴۵ ورځو کې مختلف النوع زده کړې وکړې چې په کې بدني، عقیدوي، فزیکي او نورې برخې په کې شاملې وې.»

دغه راز بیا د فارغ شویو پولیسو له لوري له جنايي جرمونو سره د مبارزې یوه ننداره هم وړاندې شوه چې په کې په تمثیلي توګه د دوه تنو مجرمینو له لوري جرم ترسره کیږي، خو پولیس پر وخت د پېښې ځای ته ځان رسوي او له ځنډ پرته په پوره مسلکي توب د پېښې عاملین نیسي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist