Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې راستنو شویو کډوالو ته د خوراکي او نغدي مرستو وېش پیل شو

کابل کې راستنو شویو کډوالو ته د خوراکي او نغدي مرستو وېش پیل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/26

د اسلامي امارت له خوا په جبري ډول هېواد ته راستانه کړای شویو کورنیو سره د مرستو په دوام، په کابل ولایت کې هم پر راستنو شویو کورنیو د خوراکي او نغدي مرستو د وېش بهیر پیل کړ.

د کابل مرستیال والي وايي، په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲۵۰ کیلوګرامه غنم او پنځه زره افغانۍ شامل دي او پر شاوخوا ۱۲۰۰ هغو کورنیو به ووېشل شي چې جبري راستنې شوې دي.

قدرت الله امیني په یوه خبري غونډه کې له افغانستان سره د بشري مرستو بندېدو ته په اشارې وايي، اسلامي امارت یوازې په کورنیو عوایدو متکي دی او ژمن دی چې راستنو شویو کورنیو ته ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

د کابل مرستیال والي قدرت الله امیني وايي: « نن د اسلامي امارت د مشرتابه له حکم سره سم تازه راستنو شویو کورنیو ته مرستې وېشل کېږي. په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵ زره افغانۍ نغدې پیسې او ۲۵۰ کیلوګرام غنم شامل دي.»          

په ورته وخت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د اسلامي امارت د مشرتابه د ځانګړي حکم پر بنسټ د ټول هېواد په کچه له راستنو شویو کورنیو سره مرستې کېږي.

دوی دا هم واي چې د راستنو شویو کورنیو لاسنیوی یوازې د حکومتي ادارو مسوولیت نه دی بلکې د روژې په مبارکه میاشت کې سوداګر او نور شتمن خلک باید له دوی سره مرسته وکړي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تحقیقاتو رییس مولوی نصرت‌الله طلحه وايي: « دا ډېره د ویاړ خبره ده چې اسلامي امارت په اوسنیو شرایطو کې خپلو امکاناتو ته په کتو له خلکو سره مرسته کوي.»

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند شیرمحمد حاتمي وايي: « له شتمنو کسانو، فابریکه لرونکو او پانګوالو هم غوښتنه لرو چې په خپلو کارخونو کې راستانه شوي کډوال جذب کړي.»    

په ورته وخت کې راستانه شوي کډوال دا مرستې کافي نه بولي او له اسلامي امارت غواړي چې زیاتې مرستې ورسره وکړي او د کار کولو زمینه دې ورته برابره کړي.

له ایران راستون شوی اسدالله وايي: « موږ ډېرې ستونزې لرو، خو د پام وړ مرسته نه ده راسره شوې. په دې روژې میاشت کې بې کاره یم او نه شم کولی د کور کرایه ورکړم.»

له ایران راستون شوی نذیراحمد وايي: « راستانه شوي مهاجرین هم اولاد لري، په کرايي کورونو کې اوسېږي او کار نه لري. موږ ته باید د کار زمینه برابره شي.»

د کډوالو او راستنېدنکو چارو وزارت د افغان کډوالو له کوربه هېوادونو غواړي چې له افغان کډوالو سره دې د نړیوالو قوانینو په رڼا کې چلن وکړي او د جبري ایستلو لړۍ دې ودروي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي
افغانستان

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

جون 3, 2026
اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي
افغانستان

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

جون 3, 2026
افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

جون 3, 2026
افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي
افغانستان

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

جون 3, 2026
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist