Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې د ۱۵ دقیقې په نوم چاپ شوي کتاب مخکتنه وشوه

کابل کې د ۱۵ دقیقې په نوم چاپ شوي کتاب مخکتنه وشوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/14

پنځلس دقیقې؛ د جګړې د اور، لمبو او مرګ له خولې راوتلی خالد ځدراڼ اوس مهال د ادب په غېږ کې!

د اسلامي امارت پالیسۍ د تېرو دوه لسیزو هغه ستر واقعیتونه دي چې د کابل امنیې قوماندانۍ د ویاند خالد ځدراڼ له لوري په دې کتاب کې راټول شوي او دلته يې مخ کتنه کېږي.

دا کتاب چې تر ډېره د سرپرست حکومت د لوړ پوړو غړیو له لوري د جګړې تاکتیکونه، د امریکایي سرتېرو د تښتولو په اړه مالومات او د امريکايي ځواکونو د همکارانو ترور او نور بېلابېل موارد په‌ کې ذکر شوي دي.

د کابل پوهنتون یوشمېر استادان د دې هنري او ادبي کتاب ژبه ولسي او نثر یې روان بولي؛ خو ځینې سپارښتنې هم لري.

د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځۍ د لیکوالۍ استاد اسد وحیدي وايي: « خاطرې باید په زړه پورې وي او لوستونکي په کې داسې څه ولولي چې هغوی ته نوي وي. د خالد ځدراڼ خاطرې نوې دي، جالبې دي، لوستونکی له ځانه سره اخلي او چې څوک یې پیل کړي، دا تر ۶۰۰ پاڼو اوښتی کتاب به د توقع خلاف په لنډ وخت کې ولولي. په دې کتاب کې داسې څه شته چې هم په فردي او هم په جمعي توګه موږ ته مهمې تجربې لري چې زده کړه ترې کولی شو.»

د یو شمېر نورو مخکتونکو په باور د شمالي او جنوبي وزیرستان، محمدخېل، شوال او نورې سیمې هغه څه دي چې په دې کتاب کې يادو سیمو ته د افغانستان د واحدې جغرافیې په توګه نسبت ورکړل شوی.

دوی د راتلونکي نسل لپاره دا ډول کتاب چې له ډیورنډ فرضي کرښې ها خوا سیمې په دا ډول په کې ذکر شوې دي، د واحد افغانستان لپاره غوره ثبوت بولي.

د افغانستان بانک د نظارت عمومي آمر لطف الله خیرخواه په دې اړه وايي: « دا سیمې خپل نومونه لري او که ته یې یادوې، نو وایې به چې وزیرستان، پېښور، مردان، سوات او باجوړ. دا به ورسره نه یوځای کوې چې د پلاني هېواد پلانی ځای؛ ځکه په تاریخي لحاظ به دا موضوع یا حل کېږي یا نه، خو هغه خلک چې نسلونو ته پیغام پرېښودل غواړي او هغه امانت چې د ده په اوږو پروت دی، په هماغه شکل بل نسل ته لېږدول غواړي، باید په داسې شکل یې وسپاري چې او خلکو دا وطنونه یو وطن دی.»

د دې کتاب نوم شمالي وزیرستان ته د (بريګډال) په نوم د نيول شوي امریکایي پوځي د انتقال له هغې شېبې اخيستل شوی چې له پاکستاني ځواکونو د امن لپاره يې نوموړی له موټر ښکته کړ او په پلي مزل یې غوښتل چې له چک پاینټ واوړي؛ له موټر تر ښکته کېدو وروسته ياد موټر د بې‌پيلوټه الوتکې له لوري په نښه کېږي او په دې توګه د بريګډال په شمول ټول خوندي ځای ته ځان رسوي.

د رسنيو ځينې مسوولان د ورته نورو کتابونو پر چاپ کولو ټينګار کوي او زياتوي چې له دې لارې دې د اسلامي امارت په تړاو خلکو ته مالومات ورسول شي.

خو د ۱۵دقيقې دا کتاب له ځینو نیوکو هم په امن نه و.

د علومو اکاډمۍ علمي غړی رفیع الله نیازی وايي: « دغې منځپانګې ته په کتو د ښاغلي ځدراڼ اثر هم په خاطره لیکنه کې شاملېدای شي او هم په ځان پېښو کې. بشپړه ځان پېښه ورته ځکه نه شو ویلی چې په دې اثر کې د ده د ټول ژوند مالومات نه دي ځای شوي. زه په پښتو ژبه کې له دې ډول آثارو سره د لومړي ځل لپاره مخامخ کېږم.»

د شمشاد ټلوېزيون د نشراتو مدیر نجیب‌الله انورزوی وايي: « کله چې خالد ځدراڼ له ټوپک وزګار شو، هغه جریان یې ولیکه چې پر دوی تېر شوی دی. له ځدراڼ سره نورې کیسې هم شته او یوازې په دې کتاب باندې بسنه نه کېږي.»

پوښتنه دا ده چې ولې خالد ځدراڼ د دې کتاب د لیکلو هڅه کړې؟

د کتاب لیکوال خالد ځدراڼ یې په اړه وايي: « ماته د دې کتاب لیکلو څرک له همدې ځایه پیدا شو چې زه هم باید خپل یادښتونه ولیکم، لکه څرنګه چې بابا خپل یادښتونه او خاطرې په کتابچه کې لیکلي او ما ته یې سپارښتنه وکړه چې باید ویې ساتم، زه هم باید د خپلو سترګو لیدلي حالات ولیکم او که زمینه مساعده شوه، تر خلکو یې ورسوم.»

د پنځلس دقیقې په نوم دغه کتاب داسې مهال چاپ شوی چې د اسلامي امارت د ځینو غړو ټینګار په دې دی چې د تېرې جګړې واقعیتونه باید د عیني شاهدانو او د اسلامي امارت د غړیو له لوري په واقعي ډول راټول او تاریخ ته وسپارل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist