Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې د یوه خصوصي ټلویزیون د دوه خبریالانو نیول کېدو پراخ غبرګونونه راپارولي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/02

په کابل کې د اریانا ټلویزیون د دوه خبریالانو وارث حسرت او اسلم‌ حجاب د کورنۍ غړي ادعا کوي،چې هغوی  د دوشنبې په ورځ ناوخته د اسلامي‌امارت ځواکونو له خوا نیول شوي او تراوسه یې په ‌تړاو مالومات نه‌ لري،چې چېرته یې وړي دي.

 د خبریال وارث حسرت ورور وايي:«  وارث حسرت د اریانا نیوز د سیاسي خپرونو چلوونکی د دوشنبې ماسپښين مهال له خپل همکار سره د ناڅرګند لامل له امله د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري نیول شوی او نامالوم ځای ته لېږدول شوی دی. موږ ډېره هڅه وکړه،چې د نیونې دلیل او همدارنګه د انتقال ځای یې ومومو،خو له بده مرغه بریالي نشوو. کورنۍ یې ډېره په تشویش کې ده. له اسلامي امارته او همدارنګه د خبریالانو او بشر حقونو له ملاتړ بنسټونو څخه هیله کوو څو پدې برخه کې اقدام وکړي او دوی له بنده ازاد کړي.»

اخوا دغې پېښې افغان خبریالان او د رسنیو ملاتړي بنسټونه هم ا ندېښمن کړي او له حکومته یې د یادو خبریالانو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

خبریالان وایي، د نیول شویو خبریالانو په تړاو مالومات نه دي خپاره شي،چي ولې نیول شوي دي.

یوه افغان خبریاله  وايي:« زموږ د دوو رسنیزو همکارانو په نیول کېدو سره ټول خبریالان شوکه شوي. موږ له دې چې دوی چېرته دي او برخلیک به یې څنګه کېږي، واقعا اندېښمن شوي یوو. مسوولین هم څه نه وايي،موږ هېله لرو،چې ژر تر ژره خوشې شي او معلوم شي،چې چېرته دي او په کوم دلیل نیول شوي دي.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ  یوناما هم د امنیتي ځواکونو لخوا د یادو خبریالانو نیونې باندې اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي،چې اسلامي امارت باید د دغو دوه نیول شویو خبریالانو په هکله ولس ته ووايي چې ولې یې نیولي دي.

  یوناما:« د بیان او رسنیو ازادۍ په هکله اندېښنې ډېرېږي. طالبان باید په عام محضر کې د اریانا نیوز خبریالانو د نیولو دلیل ووايي او د افغانانو د حقونو درناوی وکړي. موږ دغه راز له طالبانو د بې درکه شویو ښځینه فعالانو د ځای ځایګي څرګندولو غوښتنه پرلپسې تکراروو.»

د رسنیو ملاتړو بنسټونو هم دغه عمل اندېښمن کړي او د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یې له اسلامي امارته غوښتي،چي د نیول شویو خبریالانو د نیولو کیدو دلیل ژر تر ژره مشخص او هغوی له زندانه خوشي کړي.

داسلامي‌امارت امنیتي ادارو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي،خو له دې مخکې یې پرلپسې ادعا کړې، چې خبریالان باید  د رسنیو د قانون په چوکاټ کې په رښتوني او سالم ډول رسنیز فعالیت ولري او دوی د رسنیو او خبریالانو کار او ازادۍ ته ژمن دي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist