Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې د کرنې او مالدارۍ نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د کرنې او مالدارۍ نړیوال نندارتون پرانستل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/12

پلازمېنه کابل په لومړي ځل د افغانستان د کرنې او مالدارۍ اړوند نړیوال نندارتون کوربه دی.

چارواکي وایي، د دې نندارتون له لارې هڅه کېږي چې د افغانستان کرنې او مالدارۍ سکټور ته ملي او نړیوال پانګوال راوبولي، ترڅو په دې سکټور کې پانګونه وکړي.

د اسلامي امارت لوړ پوړي چارواکي د نندارتون پرانستغونډې ته خبرو کې زیاتوي، افغانستان امن دی او سیاسي ثبات ټولو افغان او نړیوالو سوداګرو او پانګوالو ته دا زمینه برابره کړې چې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري وايي: « کرنه او مالدارۍ د افغانستان د اقتصاد اصلي ارکان ګڼل کېږي. د هېواد د داخلي ناخالص تولید شاوخوا ۳۵ سلنه له دې برخې چمتو کېږي. همدا سکټور د افغانستان د ميلیونونه وګړو د ژوند تېرولو اصلي سرچینه ده.»

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وايي: « باید شپه او ورځ کار وکړو، یو بل ته لاس ورکړو او له خپل زراعت په داسې ډول ملاتړو وکړو لکه له خپل شخصي کار.»

د اسلامي امارت چارواکي دغه راز وایي، هڅه کوي د افغانستان بزګرانو او مالدارانو کلک ملاتړ او په نړیواله کچه ورته بازار موندنه وکړي.

دوی همدارنګه په کوردننه او بهر پر ملي پانګوالو غږ کوي چې د افغان بزګرانو او مالدارانو ملاتړ وکړي.

چارواکي وایي، افغانستان پراخې ځمکې او پرېمانه اوبه لري او دوی هڅه کوي چې د افغانستان کرنې او مالدارۍ سکټور ته جدي پاملرنه وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر شیخ شیراحمد حقاني وايي: « زموږ د وګړو ډېره برخه له همدې کرنې او مالدارۍ څخه ګټه اخلي.»

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس سید کریم هاشمي وايي: « زموږ بزګر باید ډاډ ترلاسه کړي چې محصول یې بازار لري؛ زموږ بازار هم باید د ودې او پراختیا زمینې ولري؛ همدارنګه زموږ صنعتکار باید کورنيو خامو موادو او مناسب بازار ته لاسرسی پیدا کړي. زموږ سوداګر باید وکولی شي چې خپل محصولات په اسانۍ او لږ لګښت تر نړیوالو بازارونو ورسوي.»

د افغانستان کرنې او مالدارۍ په نړیوال نندارنو کې د ایران سفیر بیا وايي، اوسمهال د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه پراخه شوې او دوی هڅه کوي چې له دې لارې د افغان او ایراني بزګرانو او مالدارانو ترمنځ اړیکې پراخې او د یو بل لاسنیوی وکړي.

علي رضا بیګدلي زیاته کړې چې ایران د افغانستان خلکو په ځانګړی ډول د کرنې او مالدارۍ سکټور ملاتړ کوي او هڅه کوي چې په دې برخه کې شته تجربې سره شریکې کړي.

د ایران سفیر علي رضا بېګدلي وايي: « د ایران اسلامي جمهوریت تل په مهمو پېښو کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دی. په دې نندارتون کې ۳۵ ایراني شرکتونو غرفې نیولې او شل نور یې کتونکي دي.»

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په لومړي نړیوال نندارتون کې کورنیو او بهرنیو شرکتونو خپل توکي نندارې ته اېښي.

دوی له اسلامي امارت غوښتنه کوي چې د افغان بزګرانو او مالدارنو د ملاتړ په موخه دا ډول نور نندارتونه جوړ کړي، ترڅو د هغوی محصولاتو ته په کوردننه او بهر بازار موندنه وشي.

د یوه شرکت مسوول امرالله کامه وال وايي: « دا ډول نندارتونونه د کورنیو او بهرنیو شرکتونو ترمنځ اړیکه ټینګوي. همدارنګه د هېواد کوچني او ولایتي شرکتونه له سترو ملي شرکتونو سره پېژني.»

د یوه بل شرکت مسوول ډاکټر همایون ګردیزی وايي: « دا ډول نندارتون کولی شي له مارکېټ سره د مالدار او بزګر فاصله ختمه کړي. همدارنګه، زموږ مالداران او بزګران کولی شي له دې لارې د کرنې په برخه کې له نوې ټکنالوژۍ، د کرنې او مالدارۍ له نویو محصولاتو سره وپېژني، د کرنې او مالدارۍ د مکانیزه کولو لپاره ترې ګټه واخلي.»

د افغانستان کرنې او مالدارۍ په لومړني نړیوال نندارتون کې د ایران له هېواد هم یو شمېر هغه شرکتونه راغلي و چې د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې ښکېل دي.

دوی دا ډول نړیوال نندارتونونه د افغانستان او ایران بزګرانو او مالدارنو لپاره مهم بولي.

د یوه ایراني شرکت مسووله راضیه صفري وايي: « زه ډېره خوشاله یم چې په دې نندارتون کې مې ونډه اخستې. سره له دې چې دا په افغانستان کې لومړنی نندارتون دی، خو بیا هم ډېره مرسته کوي چې د افغانستان بزګران زموږ له محصولاتو سره وپېژني. افغانستان حاصلخېزه ځمکې او خوږې اوبه لري او که زموږ له محصولاتو په کې ګټه واخستل شي، بزګران به ښه محصول ولري.»

د ایراني شرکت مسووله فاطمه بازګیر وايي: « موږ په ایران کې په دې فکر کوو چې خپلو خلکو ته لا پرمختللې کرنه او مالداري ور وښیو او لا غوره شرایط ورته برابر کړو. دا چې افغانستان زموږ ګاونډی او دوست هېواد دی، زموږ هڅه دا ده چې خپلې تجربې دوی ته هم انتقال کړو.»

د افغانستان کرنې او مالدارۍ په لومړني نړیوال نندارتون کې لسګونه کورنیو او بهرنیو هغو شرکتونو چې د کرنې او مالدارۍ اړوند چارې مخته وړي، خپل محصولات او تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.

دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ  سکټور د ودې په موخه دا ډول نړیوال نندارتون جوړېږي، ملي او نړیوال پانګوال په دې برخه کې پانګې اچونې ته هڅول کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

زابل کې د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون جوړ شو
افغانستان

زابل کې د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اگست 12, 2026
د لوګر محمد اغې ولسوالۍ خلک لومړنیو خدماتو ته له لاسرسي نه لرلو شکایت کوي
افغانستان

د لوګر محمد اغې ولسوالۍ خلک لومړنیو خدماتو ته له لاسرسي نه لرلو شکایت کوي

اگست 12, 2026
د دشت برچي اوسېدونکي افغانستان کې د هزاره توکه وګړو نا خوندیتوب شایعات بولي
افغانستان

د دشت برچي اوسېدونکي افغانستان کې د هزاره توکمه وګړو نا خوندیتوب شایعات بولي

اگست 12, 2026
امریکا د محمود شاه حبیبي موندلو لپاره پنځه میلیون ډالره جایزه اعلان کړه
افغانستان

امریکا د محمود شاه حبیبي موندلو لپاره پنځه میلیون ډالره جایزه اعلان کړه

اگست 12, 2026
د پاکستان اپوزیسیون افغانستان سره د لارو تړلي پاتې کېدل غندلي
افغانستان

د پاکستان اپوزیسیون افغانستان سره د لارو تړلي پاتې کېدل غندلي

اگست 12, 2026
سمنګان کې د بادامو  بڼوال د  حاصلاتو له کمېدو شکایت کوي
افغانستان

سمنګان کې د بادامو  بڼوال د  حاصلاتو له کمېدو شکایت کوي

اگست 11, 2026

وروستي خبرونه

زابل کې د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون جوړ شو

زابل کې د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اگست 12, 2026
د ننګرهار پوهنتون استاد د پوستکي سرطان تشخیصولو پرمختللی سیسټم جوړ کړی

د ننګرهار پوهنتون استاد د پوستکي سرطان تشخیصولو پرمختللی سیسټم جوړ کړی

اگست 12, 2026
یو‌.اېن هبیتات زنده جان کې روغتیايي مرکز او ملحقات ګټه اخستنې ته وسپارل

یو‌.اېن هبیتات زنده جان کې روغتیايي مرکز او ملحقات ګټه اخستنې ته وسپارل

اگست 12, 2026
د لوګر محمد اغې ولسوالۍ خلک لومړنیو خدماتو ته له لاسرسي نه لرلو شکایت کوي

د لوګر محمد اغې ولسوالۍ خلک لومړنیو خدماتو ته له لاسرسي نه لرلو شکایت کوي

اگست 12, 2026
د دشت برچي اوسېدونکي افغانستان کې د هزاره توکه وګړو نا خوندیتوب شایعات بولي

د دشت برچي اوسېدونکي افغانستان کې د هزاره توکمه وګړو نا خوندیتوب شایعات بولي

اگست 12, 2026
امریکا د محمود شاه حبیبي موندلو لپاره پنځه میلیون ډالره جایزه اعلان کړه

امریکا د محمود شاه حبیبي موندلو لپاره پنځه میلیون ډالره جایزه اعلان کړه

اگست 12, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist