Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې د  کارخونو مسوولین: وروستي تحول مو کار خورا اغېزمن کړی

admin by admin
2021/09/12

په پلازمېنه کابل کې د یو شمېر کارخونو مسوولین وايي،وروستي تحول یې کار اغیزمن کړی، تولید یې کم شوی او لسګونه کارکوونکي یې رخصت کړي دي.

د پلچرخي صنعتي ښارګوټي کې د پلاستیک تولید د یوې کارخونې مسوول نور اغا صدیقي وايي، تېر حکومت کې  ورسره ۹۰ کسانو کار کاوه، لسګونه ټنه پلاستيک به يې توليد کوه،خو اوس ورسره ۱۳  تنه کار کوي او تولید یې هم کم شوی دی.

صدیقي زیاته کړه:«  طالبان منظمه ستراتېژي نه لري،چې د صنعت د پرمختګ لامل شي. خلکو تر اوسه پورې پر اوسني حکومت باور نه دی پیدا کړی.» 

د یادې کارخونې کارکوونکي بیا وايي،د اوسني وضعيت په اړه اندېښنه لري.

  د کارخونې یو تن  کارکوونکی وايي:« موږ به دې ته ډېرخوشاله کېدو،چې خپل هېواد کې مو  تولېد درلود. بهرنیو هېوادونو ته به اړ نه وو.  ارامه ژوند به مو کاوه. ګارېګرو ته به هم د کار زمینه برابره وه او پیسې به یې ترلاسه کولې. خو اوس هېڅ شی هم نه شته دی. ټول پلاستیکونه،چې تولېد شوي دي،تاسو یې ګورئ،چې پراته دي او نه دې پلورل شوي.»

د  کارخونې یو تن کارکوونکی وايي:« اوس د کار وضیعت ښه نه دی. کار نه شته دی. د کارخونې کار ډېر کم شوی دی.»

د افغانستان صنعت کارانو د ټولنې مرستيال نجيب الله صديقي هم د کارخونو د توليد کمښت او ستونزې مني،خو ډاډ ورکوي،چې په هر ډول حالاتو کې به د وطني توليداتو له پاره سرمايه ګزاري کوي. 

صدیقي زیاتوي:« خوشبختانه، صنعت کاران پر خپله خاوره مین دي. خپل هېواد کې یې پانګونه کړي.موږ خپله پانګه له افغانستانه نه وباسو.» 

د يادې ټولنې د مالوماتو له مخې،په افغانستان کې تر ۳۳۰۰  کارخونو کار کوي،چې څه باندې  ۴۰۰ زره کسان په کې پر کار بوخت ول، خو اندېښنه لري،چې د ګڼو کارخونو کارونه پر ټپه دريدلي او له امله یې زرګونه کسان بې کاره شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist