Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې د ځانمرګي برید مرګ ژوبله په زیاتېدو ده

کابل کې د ځانمرګي برید مرګ ژوبله په زیاتېدو ده

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/21

کابل کې د ځانمرګي برید مرګ ژوبله په زیاتېدو ده.

کابل ښار د اورانوس د ودونو په تالار کې چاودنې ۴۳ کسان وژلي او ۸۳ ټپيان دي.

کورنیو چارو وزارت وايي، دا یو ځانمرګي برید و.

د پېښې ټپیان ځايي روغتونونو ته لېږدول شوي او سیمې ته ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه ورغلي دي.

عامې روغتیا وزارت وايي، پېښه کې لږ تر لږه ۴۳ کسان وژل شوي او ۸۳ نور ټپیان دي.

د ځايي چارواکو په وینا، ښايي د تلفاتو شمېر کې بدلون راشي.

پېښه له تیر ماښام سره سم څه د پاسه شپږ بجې د کابل هوایي ډګر سړک په اوږدو کې د ‘اورانوس ‘ په نوم د ودونو او غونډو په یوه تالار کې رامنځته شوه.

برید د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد ص د زوکړې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې شوی.

ویل کېږي دغې غونډې ته لسګونه دیني عالمان او عام خلک ورغلي وو.

ولسمشر محمد اشرف او د ملي امنیت شورا دغه ترهګریز برید غندلی.

اشرف غني ویلي، د بې ګناه وګړو په ځانګړې توګه د دیني علماوو او د قران عظیم الشان د حافظانو وژل، چې د حضرت محمد (ص) د زوکړې مبارکې ورځې لپاره راغونډ شوي وو، د اسلام او د افغانستان د خلکو د وحشي دښمنانو ترهګریزه تګلاره او شومه دسیسه ده.

د ملي امنیت شورا، د دغې ترهګریزې پېښې د غندلو تر څنګ، یو وار بیا په هر ځای کې د ترهګرو پر ځپلو ټینګار کوي او ډاډ ورکوي، چې یاده پېښه به په هر اړخیزه توګه وڅېړل شي.

بلخوا افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما ویلي دا یو بوږنونکی برید دی.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم دغه برید یوه بې رحمه ترهګریزه کړنه بللې او د پېښې د قربانیانو خپلوانو ته یې د خواخوږۍ پیغام استولی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم رسنیو ته په استول شوي پیغام کې دا برید په کلکه غندلی.

امریکا هم کابل کې د تېر ماښام برید وغانده.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې د تېر ماښام ځانمرګی برید غندلی او د پېښې قربانیانو سره یې غمرازي شریکه کړې ده.

اعلامیې کې ویل شوي چې دغه برید د وسله والو ظلم او تاوتریخوالی په ډاګه کوي.

اعلامیې زیاته کړې چې امریکا په افغانستان کې سولې او ثبات ته ژمنه ده او په دې برخه کې به همکارۍ ته دوام ورکوي.

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، د دغې پېښې په مناسبت به نن چهارشنبه افغانستان کې د ملي ماتم ورځ وي او د افغانستان بیرغ به نیمه ځوړند وي.

پر ټولنیزو رسنیو هم د دغه برید سخته غندنه شوې او دا کار یې د اسلام د دښمنانو بللی.

ویل کېږي د برید پر مهال تالار کې سلګونه کسان یو ځای شوي وو، چې ډېر شمېر دیني عالمان هم پکې شامل وو، خو تر اوسه مالومه نه ده، چې وژل شویو او ټپیانو کې څومره شمېر دیني عالمان شامل دي.

تیره ورځ د اسلام پیغمبر د زوکړې په مناسبت افغانستان کې عمومي رخصتي وه او په پراخه کچه دغه ورځ ونمانځل شوه.

دا لومړی ځل دی، چې افغانستان کې د میلاد النبي ورځې پر مراسمو ځانمرګی برید کېږي.

له تېرې ورځې څخه پوره ۱۴۹۳ کاله وړاندې د الله ﷻ محبوب رسول دې دنيا ته په داسې حالت کې خپلې ښکلې سترګې پرانيستلې چې نړی ټوله د ګمراهۍ، ناپوهۍ، دښمنۍ او تباهۍ په سيند لاهو وه.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي
افغانستان

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

جون 3, 2026
اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي
افغانستان

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

جون 3, 2026
افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

جون 3, 2026
افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي
افغانستان

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

جون 3, 2026
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist