Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې د پاکستان کې سفیر: د افغانستان په منځګړیتوب له ټي ټي پي سره د سولې خبرو ته هېله من یو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/30

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان،چې راتلونکو ورځو کې یې دوه کلن ماموریت پای ته رسیږي وایي، د افغانستان په منځګړیتوب د دوی او پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي ترمنځ د سولې خبرو ته هېله من دي،چې یو سوله ییز حل ته به رسیږي.

خان وايي، که د سولې روانې خبرې ناکامې شي،د بل پلان په اړه به یې هماغه وخت پریکړه کیږي.

خان زیاتوي:« په اوس کې د افغانستان حکومت،پاکستان حکومت او ټي ټي پي درې واړه خواووې هڅه کوي،چې د سولې خبرې یوې مثبتې پایلې ته ورسیږي او دا خبرې په سوله پای ته ورسیږي. که دا خبرې ناکامیږي او یا پایلې یې د تمې خلاف راځي،په اړه به یې هماغه وخت پریکړه کیږي. دا چې په اوس کې د سولې خبرې روانې  دي، زموږ هېله دا ده،چې پایله یې د روانو ناندریو سوله ییز حل وي.» 

منصور احمد خان  وايي،د خپل دوه کلن ماموریت پر مهال یې هڅه کړې،چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تګ راتګ لارې عصري او د سهولتونه په کې رامنځته کړي،خو پر وینا یې بریالی نشو.

هغه زیاتوي:« زه غواړم،په دې برخه که صادقانه خبرې وکړم او هغه د خلکو د تګ راتګ او د دغه تګ راتګ لا آسانه کولو مساله ده. د ویزو برخه کې که څه هم ستونزې وې خو بیا هم موږ ډیرې زیاتې ویزې صادرې کړي دي. خو د تورخم، سپین بولدک، غلام خان او خرلاچیو لارې تر دې دمه عصري نشوې. ما د پاکستان او افغانستان له حکومتونو سره ډیره هڅه وکړه چې دا لارې بدلې شي او دا لارې د نولسمې پیړۍ په څیر ښکاره نشي.»

دغه پاکستاني ډیپلومات د شمشاد ټلوېزیون د  دې پوښتنې په ځواب کې،چې ولې یې د ماموریت پرمهال تمرکز او لېوالتیا شخصي لیدنو ته ډ\ېره وه وویل، دا د هر سفیر دنده ده،چې د ټولنې له ټولو قشرونو سره اړیکې وپالي.

په ورته وخت کې خان وايي، د ده په پرتله کابل کې د اروپایي ټولنې او ملګرو ملتونو استازو ډېرې لیدنې کړي دي.

هغه زیاته کړې:«زما تیرې ټولې لیدنې په دې موخه وې،چې د دواړو هېوادونو د خلکو او حکومتونو ترمنځ اړیکې غښتلې شي،ځکه دا د یوه سفیر دنده ده. دا نیوکې د ټولو افغانانو نه، بلکې د یوې ځانګړې ډلې دي او که تاسو د اروپایي ټولنې او ملګرو ملتونو استازو ته وګورئ، هغوی زما پرتله ډېر سفرونه او لیدنې کوي. دا د تعامل عادي بڼه ده،خو زه بیا هم وایم،دا ډول نیوکې د یوې ځانګړې ډلې له خوا کیږي.» 

پاکستان څو مایشتې وړاندې ویلي ول،چې د پېښور او جلال آباد ترمنځ به د بسونو تګ راتګ پیل کیږي،چې تر دې دمه نه دی پیل شوی،خو سفیر ژمنه وکړه،چې کارونه یې پرمخ تللي او راتلونکو ورځو کې به وروستي شي او دا تګ راتګ به پیل شي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist