Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې د وژل شوي سوداګر حاجي باغ اصیل زي کورنۍ د عدالت غوښتنه کوي

کابل کې د وژل شوي سوداګر حاجي باغ اصیل زي کورنۍ د عدالت غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/23

یوه اوونۍ وړاندې د کابل ښار اتمې امنیتي حوزې اړوند شاه شهید سیمه کې د حاجي باغ اصیل زي په نوم سوداګر د وسله لرونکو کسانو له لوري په ډزو وويشتل شو او له پېښې څو ورځې وروسته يې روغتون کې ساه ورکړه.

د کورنۍ غړي یې وایي، نوموړی یو بې ‌طرفه کس و او هېچا سره یې شخصي دوښمني نه ‌درلوده، خو د وسله‌ لرونکو کسانو له لوري په عام محضر کې ویشتل شوی او وژل شوی دی.

د وژل شوي سوداګر زوی احمد فهیم اصیل زی وايي: « زما پلار هېڅ وخت چا سره بد نه دي کړي، ټول خلک یې پېژني او تاسو کولی شئ پوښتنه وکړئ. که تاسو پرون د جنازې مراسمو ته راغلی وای، تاسو به لیدلي وو چې څومره ولسونه زما پلار ته درناوی لري. زما پلار سیاسي کس نه و، په نظام کې یې کار نه و کړی او یوازې په تجارت بوخت و.»

نوموړی له سرپرست حکومت او اړوند عدلي ارګانونو د عدالت غوښتنه کوي او ادعا کوي چې قاتل د حکومت ځينو چارواکو له نوم پر ګټې اخیستنې سره له خلکو په زور پیسې اخلي او ګواښونه ورته کوي.

احمد فهیم اصیل زی په دې اړه وايي: « د خدای په لحاظ نظام ته ووایئ چې له دې خلکو پوښتنه وکړي چې وژونکي سړي په دې ساحه کې څه کړي، په نظام کې څوک لري او څوک یې حمایه کوي؟ که وايي چې څوک یې نه حمایه کوي، نو آیا له حمایت پرته څوک نظامي جمپر اغوستی شي، آیا اوه اته میله سلاح څوک ګرځولی شي؟ سل فیصده تورې ښيښې ګرځولی شي؟ آيا څوک په خپل موټر نظامي آنتن لګولی شي؟ دا چې ۸۰ کلن سپین ږیری د سړک په سر په ډوزو ویشتل کېږي چې زما په ځای تاسو وای، له نظام مو څه غوښتل؟ زه فکر نه کوم د ویلو څه وي، نظام خپله ښه پوهېږي.»

په ورته مهال، امنیتي مسوولین د نوموړي د قتل انګېزه هدفي وژنه نه بلکې د دواړو اړخونو ترمنځ پخوانۍ حقوقي قضیه بولي.

 دوی ډاډ ورکوي چې د قاتل د نیولو په اړه یې هڅې روانې دي او ډېر ژر به یې عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپاري.

د اتمې امنیتي حوزې جنایي غړی سېدغني ریحان وايي: « زموږ ملګري او امنیتي پرسونل د مبارک تڼي لټه کوي او تر نیولو وروسته به دواړه لوري عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړو. موږ هېوادوالو ته ډاډ ورکوو چې موضوع هدفي وژنه نه وه بلکې دوی خپلو کې شخصي ستونزه لرله.»       

د حاجي باغ اصیل زي د کورنۍ له مالوماتو سره سم، د نوموړي او اکبر تڼي چې په مبارک تڼي هم مشهور دی، ترمنځ د ځمکې پر سر یو نیم کلنه شخړه روانه وه چې بالاخره تېره اوونۍ دا قضیه په تاوتریخوالي بدله شوې او ۷۰ کلن حاجي باغ اصیل زي په کې ژوند بايلود.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist