Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې د سولې پر ملاتړ ولسي ناسته؛ ګډونوالو د جګړې له دواړو غاړو د سولې غوښتنه وکړه

admin by admin
2021/07/12

په کابل کې د سولې  او اوربند پر ملاتړ ولسي  ناسته جوړې شوې، چې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو کې په کې خلکو ګډون کړی او پر وسله‌ والو طالبانو او افغان ‌حکومت دواړو  یې غږ وکړ چې د جګړې پر ځای دې د سولې پر خبرو تمرکز زیات او تاوتریخوالی دې کم کړي.

د ناستې ګډونوالو  طالبانو ته خبرداری ورکړ چې د جګړې له لارې واک ته نه شي رسېدلی او د جګړې دوام بهرنیو مداخلو ته زمینه برابروي.

د شخړو حل په برخه کې د ولسمشر سلاکار ابراهیم الکوزی وايي: « پر طالبانو غږ کوم چې جګړه  د حل لار نه ده او د افغانستان خلک نور مه مجبوره کوئ، که د جګړې دریځ غوره کړئ، شل کاله نوره به هم جګړه دوام وکړي او بهرنيان به ماموریتونه ترسره کړي.»

په ورته وخت کې  د ناستې ګډونوالو پر نړیوالې ټولنې هم  غږ وکړ چې دواړه لوري دې د سولې خبرو ته وهڅوي.

ګډونوالو روان  حالت هم  د اندېښنې وړ وباله او زیاته یې کړه چې افغانان له جګړې ستړي دي، بهرنیان ورته سوله نه راولي، ترڅو پر خپله افغانان خپل برخلیک پر خپله ونه ټاکي.

 د ناستې یو تن ګډونوال محمد جان روحاني وايي:« د افغانستان خلک سوله غواړي، نړۍ د افغانستان لپاره سوله غواړي. دوه نسلونه مو تباه شول،خو دا سوله درک نه لري.»

د ناستې ګډونوال عبدالناصر وجوهاد وايي:« خپل غږ پورته کوو چې جګړه د حل لارهنه ده. باید د مذاکرې میز ته کینې او د سولې خبري ورستي کړي او نور وینه تویونه بس کړي. »

 د ساداتو قومي شورا مشر سید پاچا حسیني وايي: « د افغانستان خلک باید یو محور باندې راټول شي او ټول افغانان په ګډه د خاورې لپاره کار وکړي.»

د سولې او اوربند پر ملاتړ داسې مهال ولسي ناستې پر زیاتېدو دي، چې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې تر بل هر وخت جګړو زور اخېستی او په دوحه کې د سولې خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه ‌شته.

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist