Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې د خصوصي ښوونځيو زده کوونکي:د کرنتین مودې فېس رانه غوښتل کېږي

admin by admin
2021/08/03

 په کابل کې د خصوصي ښوونځيو له پيل کېدو سره سم  یو شمېر زده کوونکي وايي، د کرنتین پر مهال یې درس نه دی لوستی،خو د ښووځنیو ادارې ترې د کرنتین مودې فیس غواړي.

 مدثر د خصوصي ښوونځي یو تن زده کوونکی دی، هغه وايي:« موږ د رخصتیو پر مهال درس نه دی ویلی،خو ښوونځي کې رانه فیس غواړي.»

رڼا مومند یوه بله د  خصوصي ښوونځي زده کوونکې ده، هغه هم وايي، په ښوونځي کې ترې د کرنتین وخت فیس غوښتل کېږي. 

هغې زیاته کړه:«کورونايي حالت کې ښوونځي رخصت شوي ول،درس مو ونه لوست. له موږ  د ښوونځي اداره فیس غواړي،خو دا د دوی حق نه کېږي.»

شااوخوا دوه میاشتې وړاندې د کورونا وبا د مخنیوي په موخه د روغتیا وزارت له لوري د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړل کېدو پرېکړه وشوه،چې ډېری زده کوونکي او محصلین یې له زده کړو پاتې کړل، چې شااوخوا شپږ نیم لکه یې د خصوصي ښوونځیو زده کوونکي دي.

اخوا د پوهنې وزارت بیا پرېکړه کړې،چې د خصوصي ښوونځیو زده کوونکي دې د ښوونځي ادارې ته یوازې ۵۰ سلنه فیس ورکړي.

د پوهني وزارت د ښوونې او روزنې مرستیال عطا الله واحدیار وايي:« د افغانستان خصوصي ښوونځي د سرطان یا چنګاش میاشتې فیس ۵۰ سلنه اخلي. ۵۰ سلنه فیس د خصوصي ښوونځیو له خوا تخفیف دی او ۵۰ سلنه د زده کوونکو ولادین ورکوي.»

د خصوصي ښوونځیو ټولنې مسولینو بیا د خصوصي ښوونځیو د ښوونکو د معاشونو پر ورکړې هم ټینګار وکړ،چې د کرنتین مودي معاشونه به ښوونکو ته ورکول کېږي.

  د کورونا وبا اغېز د هېواد پر ټولو سکتورونو منفي اغیز کړی دی،چې د خلکو اقتصاد یې هم اغیزمن کړی دی. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist