Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې د اندراګاندي روغتون د نورو ماشومانو بستري کولو ظرفیت نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/01

هېواد کې له  وروستي تحول را وروسته روغتیايي خدمتونو ته خلکو لاسرسی کم شوی او ګڼ دولتي روغتونونه د درملو او طبي امکاناتو له کمښت سره مخ شوي دي.

له دې ډلې یو کابل کې د ماشومانو روغتيايي مرکز (اندراګاندي روغتون) دی،چې د وسايلو او امکاناتو د کمښت له امله په ‌کې له شته ظرفيت ډېر ماشومان بستري دي.

د یاد روغتون روغتیاپالان وايي، روغتون کې په ډېری بسترونو د يوه  پر ځای دوه او يا هم درې تازه زېږیدلي ماشومان بستر دي او په خبره یې دې چارې  موظف داکتران هم اندېښمن کړي دي.

د اندراګاندي روغتون  یو روغتیاپال وايي:« دا د نرسري واټ دي،مستفانه زموږ واټ چې دی د نرسري هغه د بيارغونې لاندې دی،نو يو څه مشکل پکې پيدا شوی دی، دغه واټ چې موږ  ته راکړل شوی دی پوره ځای نه لري، نو په همدې خاطر یو بستر کې دوه او يا هم درې مريضان بستر دي.»

دلته د ناروغو ماشومانو پایوازان چې زیاتره یې ښځينه دي،د درملو له نه شتونه شکایت کوي.

د یوه ناروغ  ماشوم  مور وايي:« زموږ ستونزه  دا ده،چې دلته درمل ډېر کم دي. موږ یې له بازار څخه اخلو، اقتصاد مو ډېر کمزوری دی. د دې لپاره  موږ ته بايد اسانتیا رامنځ ته شي.»

د اندراګاندي روغتون ريس هم ستونزې مني خو وايي، روغتون کې د ۳۶۰ مریضانو لپاره بسترونه لري،خو موسمي ناروغیو د ناروغانو شمېر زیات کړی او په وینا یې اړ دي،چې  تر څلور سوه پورته مریضان بستر کړي دي.

د اندراګاندي روغتون مشر دوکتور نورالحق يوسفزی وايي:« دا روغتون ۳۶۰ بستره لري، خو مجموع کې موږ دلته له۴۰۰ زيات مريضان لرو. د دې روغتون ډ‌ېری ناروغان له لرې پرتو سيمو راځي او بل داسې ځای نه شته دی،چې دا ناروغان هلته ولېږو. نو اړ يو،چې د نه ځواب ورنه کړو دا به ښه وي،چې په يوه  بستر دوه يا درې  ناروغان بستر کړو.»

د يوسفزي په خبره ځينو موسساتو ورسره خبرې کړي،چې شته اړتیاوې به يې پوره کوي او مجهز طبي وسایل به ورته برابر کړي.

يوسفزي زیاته کړه:« ورپسې همداسې يونسف، ډبليو ایچ او، اوس سره صليب، دوی په مجموع کې زموږ کمبودات ياداښت کړي دي، نو انشاءالله،چې ژر تر ژره به کار شروع شي.»

د اندراګاندي روغتون مسولين وايي،هيواد کې د ماشومانو له پاره د مشخصو روغتونونو نشتون له امله دوی ته د مراجعينو شمېر زيات شوی،چې ستونزې یې زیاتې کړي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist