Skip to content
په کابل کې د امریکا متحده ایالتو سفارت ټویټر او فېسبوک پاڼې له څه باندې شپږ میاشتو ځنډ وروسته، د سه شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د کب پر ۱۷ مه» یو ځل بیا فعالیت پيل کړ او د پروفایل انځورونه یې هم بدل کړل.
یاد سفارت د مارچ اتمې د ښځو یووالي نړیوالې ورځې په مناسبت خپور کړي پيغام کې ویلي، د افغان ښځو او نجونو هر راز ملاتړ ته دوام ورکوي.
سفارت ویلي، د افغانستان امنیت او سوکالي د زده کړو او کار سربیره په ټولو برخو کې د ښځو ونډې پورې تړاو لري.
پداسې حال کې چې واشنګټن د تیرکال د سپمټمبر په لومړۍ نيټه کابل کې خپل سفارت تړلی، له شااوخوا شپږ میاشتني ځنډ وروسته سفارت په رسمي فیسیبوک پاڼه د مارچ اتمې په مناسبت پيغام خپور شو.