د کابل ښار اړوند تایمني سیمه کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر موټریز کاروان چاودنه شوې ده.
د ولسمشر د لومړي مرستیال مطبوعاتي دفتر وايي، کابل کې نننۍ چاودنه پر امر الله صالح شوې، خو هغه ته په کې زیان نه دی رسېدلی.
د صالح مطبوعاتي دفتر زیاتوي چې په چاودنه کې د دوی درې کسان ټپیان شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت بیا وايي، له تایمني سیمې تر اوسه دوه مړي او ۱۲ ټپیان روغتونونو له لېږدول شوي دي.
تر اوسه د چاودنې څرنګوالی نه دی مالوم او نه هم کومې وسله والې ډلې د برید مسؤولیت منلی دی.











