Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې اړمنو ته د مرستو وېش دوام؛۲۵۰ نورو کورنیو ته هم مرستې ووېشل شوې

کابل کې اړمنو ته د مرستو وېش دوام؛۲۵۰ نورو کورنیو ته هم مرستې ووېشل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/11

له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره د چمتوالي ملي ادارې د خوراکي او غیر خوراکي مرستو د وېش په دوام، یو ځل بیا په کابل کې ګڼ شمېر اړمنو کورنیو ته مرستې ووېشلې.

 د دې ادارې مسوولین وايي، دا ځل په ۲۵۰ کورنیو مرستې وویشل شوې چې  له طبیعي د زیانمنو شویو کورنیو ترڅنګ، نابینایان هم په کې شامل وو.

د طبيعي پېښو پر وړاند د مبارزې لپاره د چمتووالي ملي ادارې ویاند ملا جانان سائق د دې مرستو په اړه وايي: « د اوس لپاره د کابل ولایت تقریبا ً۲۵۰ کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله زیان ور رسېدلی، یوه بوجۍ اوړه، یوه بوجۍ وریجې او یو روغتیايي کېټ برابر کړي دي. په دې کې داسې کسان دي چې له حوادثو متضرر شوي او ځینې نابینایان راغلي او نه شي کولی ځان ته رزق پيدا کړي، نو موږ هغوی ته هم په دې مرستو کې ځای ورکړی ترڅو د دوی ستونزې هم یوه اندازه حل شي.»

مرسته اخیستونکې کورنۍ له مرستو خوښې دي خو زیاتوي چې له ناسم اقتصادي وضیعت سره  مخ دي او باید لا زیاتې مرستې ورسره وشي.

دوي له نړیوالو مرستندویه بنسټونو غواړي چې له هغو افغانانو سره خپلې مرستې زیاتې کړي چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې او یاهم بېوزلۍ ځپلې دي.

د کابل یو تن نابینا اوسېدونکی وايي: « زه ډېر خوښ یم او له هغو کسانو مننه کوم چې دا مرستې یې کړې. تمه لرم چې د نورو نابینانیانو لاسنیوی هم وکړي.»

یو تن مرسته ترلاسه کوونکی وايي: « له مرسته ورکوونکي بنسټ او هغو خلکو مننه کوم چې دا مرستې او زمینه یې برابر کړي دي.»

یو بل نابینا مرسته اخیستونکی وايي: « دا مرستې تر یوې اندازې زموږ لپاره بسنه کوي. زموږ تمه دا ده چې دغو مرستو ته ادامه ورکړي. نا بینایان واقعا ً مستحق دي او باید ډېرې مرستې ورسره وشي.»

د کابل یوه ښځینه اوسېدونکې په دې اړه وايي: « ژمی را روان دی او دا مرستې بسنه نه کوي، یو دوه نورې مرستې هم باید وشي. موږ غریب خلک یو، کار او روزګار نه لرو، کور مو هم کرايي دی او هېڅ نه لرو.»

په ورته مهال، پېښو سره د مبارزې لپاره د چمتوالي ملي اداره وايي، هوډ لري د ژمي له رارسېدو وړاندې په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې له ټولو هغو اړمنو سره د خوراکي توکو مرستې وکړي چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې دي.

د طبيعي پېښو پر وړاند د مبارزې لپاره د چمتووالي ملي ادارې ویاند په دې اړه وايي: « یو شمېر هغو هېوادوالو لپاره مو ترتیب جوړ کړی چې له طبیعي پېښو زیانمن شوي. دا مرستې به په کابل او ټولو ۳۴ ولایتونو کې له زیانمن شویو هېوادوالو ته ورسوو؛ ترڅو د را روان ژمي لپاره یوه اندازه چمتوالی ونیسي. همدارنګه موږ په راتلونکي ژمي کې هر ډول احتمالي پېښو ته چمتوالی لرو او د پېښې په صورت کې به پر وخت رسېدنه کوو.»

د روان کال له پیل راهیسې د پېښو پر وړاندې د مبارزې لپاره د چمتوالي ملي ادارې له خوا له ۱۳۰ زرو زیاتو زیانمنو او اړمنو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې شوې او د دغو مرستو لړۍ لاهم روانه ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist