Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې انسان تښتوونکو یو ۱۲ کلن ماشوم وژلی

admin by admin
2019/08/05

د کابل ښار اتمې حوزې اړوند رحمان مېنه کې یو ماشوم تر تښتول کېدو وروسته وژل شوی دی.

دولس کلن فیصل د تېرې پنج شنبې په ماښام د خپل کور له مخې نادرکه شو او درې ورځې وروسته یې مړی وموندل شو.

د فیصل پلار ته د پولیسو له لوري ډاډ ورکړل شوی، چې قاتلین نیول شوي دي.

۱۲کلن فیصل د نجم الدین مشر زوی و، چې څلور ورځې وړاندې د خپل کور له مخې تری تم شو، درې ورځې ورسته یې مړی له کور څخه نږدې ۵۰۰ متره وړاندې وموندل شو.

نجم الدین وایي، زوی یې په دومره وحشت وژل شوی و، چې له پېژندلو وتی و.

د وژل شوي فیصل پلار نجم الدین داسې وايي (( پولیسو  کوښښ کاوه چې ما صحنې ته ژر ور خوشې نه کړي، نه پوهېږم چې زما د تسلي په خاطر و که بل هدف و، پولیسو یوه څپلۍ را وښوده چې ومې لیده ورته مې وویل چې هو دا زما د زوی فیصل جان څپلۍ ده، خو کله مې چې د خپل زوی جسد ولیده دومره په بې رحمۍ یې وژلی و، چې نه یې مخ پيژندل کېده او نه یې د بدن کوم بل غړی خو یوازې د هغه کالي او څپلۍ مې وپيژندې چې ما ورته ګنډلې او اخیستې وې.))

د فیصل کورنۍ وایي د کابل جنایي امر ډاډ ورکړی، چې د فیصل قاتلین نیول شوي، دوی د فیصل د قاتلینو اعدام غواړي، ترڅو دا ډول پیښې تکرار نه شي.

د فیصل تښتونکو، د فیصل له پلار څخه سل زره ډالر غوښتل، خو د فیصل پلار وایي دی چې یو کوچنی دوکان لري او کرایي کور کې ژوند کوي، نو د دومره پیسو د ورکړې وس یې نه درلوده.

د کابل امنیه قوماندانۍ پېښه مني، خو وایي چې په دې اړه لا څېړنې نه دي بشپړې شوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist