Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل ښار کې لاهم د غیرقانوني موبایلونو د پير او پلور بازار ګرم دی

کابل ښار کې لاهم د غیرقانوني موبایلونو د پير او پلور بازار ګرم دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/20

په هېواد کې د دویم لاس یا کارول شویو ګرځند ټیلفونونو د آزاد پېر او پلور مخنیوی لاهم نه دی شوی.

د دې موبایل ټیلفونونو پلورونکي وايي، د دويم لاس موبايلونو د پېرلو لپاره کوم ځانګړی ځای نه لري او دوی دغه موبايلونه له عامو خلکو او بازار د حکومت له لوري د ورکړل شوې فورمې پر بنسټ پېري او بیا یې پر خلکو پلوري.

د دوی په خبره، اوس هم د دغو موبايلونو قاچاق روان دی او دا کارول شوي موبايلونه لومړی له ګاونډيو هېوادونو ولايتونو او له هغه ځایه پلازمېنې کابل ته راوړل کېږي.

موبایل پلورونکی ابراهیم وايي: « زه چې خپله ټوله پانګه هم راټوله کړم، یو دانه یې نه شم اخیستلی. څوک چې دا موبایلونه اخلي او پېري، هغوی اړیکې لري. موږ د ارزان بیه ټیلفونونو پېر او پلور کوو، هغه چې تر څلور یا پنځه زرو بیه لري. هغه مبایلونه له پاکستانه واردېږي چې له زر ډالرو پورته بیې لري او په لوړه سطحه یې پېر او پلور روان دی. هغوی که یو څو اسناد لرونکي مبایلونه خرڅوي، څو په کې همدا بې اسنادو په پاکستان او ایران کې غلا شوي موبایلونه هم تېروي.»

موبایل پلورونکی صمیم وايي: « موږ د دې لپاره د پلورونکي فورمه ډکو او تذکره یې اخلو چې موبایل یې غلا کړی نه وي. څوک چې موبایل غلا کوي، بیا خپله تذکره نه ورکوي. همدارنګه موږ له استعمال شویو موبایل پلورونکو د هغوی د خپلوانو شمېرې هم اخلو او په فورمه کې یې رسوو. موږ دا موبایلونه له کومې څرګندې مرجع نه راوړو، بلکې له خلکو یې اخلو. پخوا دا ډول موبایلونه له پاکستان ډېر راتلل، خو اوس کم شوي دي.»

د کابل ښار یو بل موبایل پلورونکی وايي: « موږ چې دا کارول شوي موبایلونه اخلو، پلورونکي یې اقتصادي ستونزې لري. د موبایل اخیستلو پرمهال موږ له پلورونکي کس تذکره اخلو، فورمه یې ډکوو او ویډو هم ترې اخلو.»

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) ویاند هم مني چې د هېواد په بازارونو کې بې اسنادو او غیر راجستر شوي موبایلونه شته دي، خو په خبره یې دغه اداره د یادو موبايلونو د ثبت او قاچاق د مخنيوي لپاره يوه پروسه او  پلان لري چې ډېر ژر به عملي شي.

د اترا ادارې ویاند ‌جلال شمس وايي: « اصلي ستونزه دا ده چې دامهال په مارکېټ کې غیر قانوني موبایلونه ډېر زیات دي او خلک ترې ګټه اخلي. که چېرې وزارت ټول نا قانونه مبایلونه بند او لاک کړي، ډېرې زیاتې ستونزې جوړېږي، ځکه له زیاتو خلکو سره شته دي. هڅه کېږي چې لومړی په ګمرکونو کې د غیر قانوني او نا راجسټر شویو مبایلونو د وارداتو مخه ونیول شي او ورپسې د یوه سیسټم په فعالېدو سره، هېواد کې د فعالو موبایلونو د راجسټر کولو پروسه پيل شي.»  

د اترا ادارې ویاند زیاتوي، سرپرست حکومت سوداګرو ته خبرداری ورکړی چې هېواد ته د بې اسنادو او کارول شویو موبایلونو له واردولو ډډه وکړي او په وینا یې، د ګرځند نوم لیکنې بهیر له پیل سره به هېواد ته د قاچاق مخه ونیول شي.

د اترا ادارې ویاند په دې اړه وايي: « هغه ستونزه چې اوس په مارکېټ کې شته هغه دا ده چې غیر قانوني موبایلونه ډېر زیات دي او بله دا چې سوداګر لا اوس هم دغه شان موبایلونه هېواد ته واردوي. د دې کار د مخنیوي لپاره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا ادارې، پرېکړه کړې چې له دې وروسته په ګمرکونو کې د غیرقانوني مبایلونو د وارداتو مخه ونیسي. ټولو سوداګرو ته ویل کېږي چې غیرقانوني مبایلونو نور را وارد نه کړي.»

یو شمېر کابل ښاریان له سرپرست حکومته غواړي چې له اسنادو پرته د ګرځند تیلفونونو د پېر او پلور مخه ونیسي.

د کابل ښار اوسېدونکی  ‌محمد حضرت وايي: « که څه هم سل په سلو کې د غلا مخنیوی نه شي کېدای، خو موږ بیا هم له دولت غوښتنه کوو چې څوک کارول شوي مبایلونه پلوري یا یې پېري، باید تذکره یې ثبت کړي. د سیم کارټ په څېر باید د موبایل او د پلورونکي او اخستونکي ټول مشخصات ثبت شي.»  

دا په داسې حال کې ده چې د اترا ادارې په هېواد کې د نا راجسټر شویو سیمکارټونو د پلور مخنیوی کړی خو د کارول شویو موبایلونو د قاچاق او پلور مخنیوی لاهم نه دی شوی.

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اترا ادارې مسوولین په کابل او نورو ښارونو کې د غیرقانوني یا کارول شویو مبایلونو د آزاد خرڅلاو ستونزه نه ردوي خو ډاډ ورکوي چې د مخنیوي لپاره به یې ډېر ژر پلان عملي شي. 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist