Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل ښار کې د ټکسي موټرو زیاتېدل؛ ځینو ته د رزق ګټلو او ځینو ته د مزاحمت وسیلې

کابل ښار کې د ټکسي موټرو زیاتېدل؛ ځینو ته د رزق ګټلو او ځینو ته د مزاحمت وسیلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/09

په کابل ښار کې د ټکسي موټرو زیاتوالی له یوې خوا د ښاریانو لپاره د عامه ټرانسپورټ خدمات زیات کړي، خو له بلې خوا د ښار په ګڼو واټونو کې د موټرو زیاتوالي د ټرافیکي ګڼه‌ ګوڼې سبب ګرځېدلي.

د کابل اوسېدونکي  بیا وايي، د ټکسي موټرو زیاتوالي په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره ښه اسانتیاوې رامنځته کړې دي چې شخصي موټر نه لري، خو په ځینو مرکزي سیمو کې د ټکسي موټرو درېدل او د سپرلیو پورته یا ښکته کول، نورو ته مزاحمت او ستونزې پیدا کړې دي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي: « که چېرې موږ شخصي موټر ودروو، شرایطو ته په کتو ویلی شم چې ټکسي موټر د سهار او مازدیګر له خوا د خلکو اړتیاوې نه شي پوره کولی. باید دواړه یې کار وکړي، مګر ټرافیکي اوصول، قوانین او  مقررات باید رعایت کړي.»

د کابل ښار یوبل اوسېدونکی وايي: « اوس مهال هم ټکسي کار کوي او هم شخصي. دواړه یې سپرلۍ لېږدوي. باید په هره ناحیه او سیمه کې ځانګړي تم ځایونه جوړ شي، ترڅو بیروبار کم او سهولتونه زیات شي.»

د ټکسي موټر چلوونکي بیا وايي، د ټکسیو د شمېر زیاتېدو له امله د سپرلۍ پیدا کولو لپاره سیالۍ هم زیاتې شوې او د ټکسي چلوونکو پر ورځني عاید یې منفي اغېز کړی.

دوی له اړوندو ادارو غواړي چې د ټکسي موټرو لپاره منظم مسیرونه او مشخص تمځایونه جوړ کړي.

ټکسي چلونکی عمران خان وايي: « والله زموږ پر کاروبار یې ډېر زیات منفي اغېز کړی. هرڅوک چې بې کاره شوی، موټر یې اخستی او مسافر لېږدوي.»

ټکسي چلونکی عنایت الله وايي: « موږ مالیه او ټکس لین ورکوو  او د دولت له خوا د ټکسي امر لرو. بله خوا شخصي موټر هم له څلور بجو وروسته راوځي او کار کوي. له دولت هیله لرو دواړو ته د کار لپاره مناسب فرصتونه برابر کړي.»

د ټرانسپورټ وزارت مسوولین بیا د ښاري ټرانسپورټ اړوند ستونزو پر هواري ټینګار کوي او وايي، تر اوسه په ښار کې له ۳۰ زروڅخه زیات ټکسي موټرو او له پنځه زرو څخه زیات بس موټرونو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي او ور سره تر یو اندازې د ښاري ټرانسپورټي ستونزې هوارې شوې دي.

حکمت الله اصفي زیاتوي چې ټکسي او ښاري بس موټرونو ته منظم سیسټم، ټاکلي تمځایونه او مشخص مسیرونونه تنظیم شوي.

د ټرانسپورټ وزارت د نشراتو امر دغه راز وايي: « د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له خوا په ټولو هډو او تم ځایونو کې د وسایطو د چک او تخنیک پروسه په نورمال ډول ادامه لري. په دغو هډو او تم ځایونو کې مؤظف کسان شته او پر ټرانسپورټي خدمتونو څارنه کوي. تر اوسه کابل ښار کې څه باندې ۳۰ زره ټکسي پلېټ لرونکي وسایط او څه باندې ۵ زره بس پلېټ لرونکي وسایط په ټرانسپورټي خدمتونو وړاندې کولو بوخت دي. موږ د لا نورو اسانتیاوو پر رامنځته کولو کار کوو.»

کابل ښار چې هره ورځ زرو ګونه کسان په کې له یو لوري بل لوري ته تګ راتګ کوي، یو منظم او اغېزناک ښاري ټرانسپورټ ته يي ورځ تر بلې اړتیا زیاتېږي.

دا چې د ټکسي موټرو د شمېر تر زیاتېدو وروسته به هم اړوندې ادارې وکولی شي دا بهیر په داسې یو منظم ډول تنظیم کړي چې هم د خلکو اړتیاوې پوره شي او هم د ښار ټرافیکو ستونزې لا پسې زیاتې نه شي، دا هغه پوښتنه ده چې وخت به ورته ځواب ووايي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist