Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: بهرنۍ استخباراتي کړۍ نه غواړي افغانستان کې سوله ټېنګه شي 

کابل ښاریان: د ژمي سړې هوا او بې روزګارۍ اندېښمن کړي یو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/24

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، سږني ژمي ته ځکه اندېښمن دي،چې له تیرو درې میاشتو راپدېخوا کار روزګار نه لري.

دوی وايي، له خوراکي توکو سربېره د ژمي پوښاک او سون توکو بیې هم لوړې شوي او د اخېستلو وس یې نه لري.

د کابل ښار یو تن  اوسېدونکی وايي:« تر اوسه پورې مو د ژمي له پاره هېڅ تدابير نه دی نيولي،ځکه وس یې نه لرو،که وس مو لرلی، ډېر څه به مو اخېستی وای.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی وایي:« وروره! که درته ووایم، د هېڅ شی وس نه لرم، لرګیو ته اړتیا ده، ګاز ته اړتیا ده او د  پوښاک لپاره اړتیا ده.»

ځينې نور بيا وايي، د ژمي په رارسېدو ورسره تشويشونه يو په دوه شوي او حيران دي،چې شته اړتیاوې به له کومه پوره کړي.

کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي:« اوس وخت کې يو خروار لرګي په نهه زره افغانۍ دي، نو زموږ د غريبو خلکو وس دې ته چرته رسېږی.»

دې ټولو پوښتنو او اندېښنو ته بیا په ځواب کې د اسلامي امارت مسوولین وایي،په داسې يو پروګرام يې کار پيل کړی  دی،چې له مخې به يې د اړمنو کورنيو ژمنۍ ستونزې حل شي.

د اسلامي امارت د وياند مرستيال بلال کريمي وايي:« زه به دا ووایم،چې اسلامي امارت اوس د بې وزله او اړمنو له پاره پر  داسې یوه پروګرام کار روان کړ، چې ډاډ راکوي،چې شته اندېښنې به یې ختمي کړي.»

عام خلک وايي، د سږني ژمي لپاره هېڅ تدابېر نه لري، کار روزګار یې د پخوا په شان جوړ نه دی او اندېښنه لري،چې د ژمي سړه هوا به یې په مرګ وګواښي.

له دې سربیره کابل ښاریان د لومړنیو توکو له لوړو بیو هم شکایت کوي او له مسوولینو غواړي،چې په بازار څار پيل کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist