Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل ښاریان د ډبرو سکرو او لرګیو له لوړو بیو شکایت کوي

کابل ښاریان د ډبرو سکرو او لرګیو له لوړو بیو شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/22

هر کال د ژمي په را رسېدو سره د پلازمېنې اوسېدونکي د سون توکو په ځانګړې توګه د ډبرو سکرو او لرګیو له بیو لوړېدو شکایت کوي، خو لاهم کومه حل لاره نه ده موندل شوې.

د کابل ښار اوسېدونکي وایي، د هوا له سړېدو سره سم د سون توکو په ځانګړې توګه د لرګیو او ډبرو سکرو بیې لوړې شوې دي او دوی يې د پېرلو وس نه لري.

د دوی په خبره، اوس مهال د یوه خروار(۸۰ منه) لرګیو بیه ۱۱نيم زره افغانیو ته لوړه شوې، په داسې حال کې چې تېر کال دا بيه ۸ تر ۹زره افغانیو وه.

د کابل اوسېدونکی محمد ادریس وايي: « بلوط لرګي ۱۱ زره افغانیو ته رسېدلي، همدارنګه سکاره هم له ۵ تر ۶ زرو وو، خو اوس تر ۷ زرو رسېدلي. دولت باید بیو ته پاملرنه وکړي او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.»

د کابل ښار ځينې نور اوسېدونکي له اړوند ادارو غواړي چې د هوا سړېدو ته په کتو د سون توکو بيې کنټرول او راټيټې کړي.

د کابل اوسېدونکی جان آغا وايي: « لرګي نه راځي، ځکه یې بیې لوړې شوې او دوکانداران یې په خپله خوښه پلوري. همدارنګه د تېلو او ګازو بیې هم لوړې دي او څوګ یې نه شي را نیولی. یو کیلو ګاز په ۶۰ افغانۍ شوی.»

له دې سره په یوه وخت، د لرګیو او ډبرو سکرو پلورونکي د بیو لوړېدو اساسي لامل کابل ته له ولايتونو څخه د لرګيو نه راوړل کېدل يادوي. دوی له حکومت غواړي چې له ولايتونو دې د لرګیو راوړلو اجازه ورکړي، ترڅو یې بیې راټيټې شي.

د لرګیو پلورونکی محمد زمان  وايي: « یو ټن ښه سکاره تر ۱۰ زره ۵۰۰ پلورل کېږي. همدارنګه د سپېرکۍ لرګي په ۱۱ زره دي. د بیو لوړېدو لامل دا دی چې لرګي نه راځي، که اجازه ورکړل شي تر پنځو زرو به راټیټ شي.»

د ډبرو سکرو پلورونکی عبدالمطلب وايي: « دا لرګي له پکتیا، نورستان او کونړ څخه راځي، خو اوس حکومت اجازه نه ورکوي چې څوک یې راوړي. همدارنګه د ډبرو سکاره له شمال څخه راځي، خو اوس سالنګ لاره بنده ده؛ همدارنګه د تېلو بیې او دغه راز مالیات هم لوړ دي او دا ټول پر بیو اغېز لري. له حکومت غوښتنه کوم چې عوامو ته له هر طرف سهولت رامنځته کړي.»

بل پلو، د اقتصاد وزارت چارواکي وايي، هڅه کوي د ارزانه او کیفیت لرونکو سون توکو په واردولو سره د هېوادوالو دا ستونزې حل کړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي: « پر نرخونو څارنه د اسلامي امارت په کاري لومړیتوب کې ده، موږ غواړو قېمتونه کنټرول کړو، ترڅو زموږ هېوادوال په ژمي کې تر فشار لاندې را نه شي. په دې اړه هر اړخیز نظارت شته دی.»

اوس‌مهال پر لرګيو او ډبرو سکرو سربېره په کابل ښار کې د تېلو بيې هم لوړې دي. دامهال د یو لېټر پټرولو بیه ۷۱ او د يو لېټر ډېزلو بیه ۷۸ افغانۍ ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist