Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل ښاریان د هوا ککړتیا ډېرېدو اندېښمن کړي

کابل ښاریان د هوا ککړتیا ډېرېدو اندېښمن کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/01

د کابل ښار هوا په هر ژمي کې د کال د نورو موسمونو پرتله څو چنده خرابه، ککړه او تیاره وي او د هوا ککړتیا له امله په ژمي کې تنفسي ناروغۍ هم ډېرېږي.

ښاریان د ککړې هوا ډېرېدو اندېښمن کړي او وايي، د هرې ورځې په تېرېدو سره د دې ښار هوا لا ډېره ککړېږي چې له امله یې ناروغۍ او د سالنډۍ ستونزې هم زیاتې شوې دي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی رحمت الله وايي:« د ماښام پر مهال خلک بخارۍ لګوي، هوا دومره خرابه وي چې څوک تنفس نه شي کولی او خلکو ته یې د سالنډۍ ستونزې پیدا کړي. نو موږ له حکومته غواړو چې سړکونه راته پاخه کړي او  د دود په اړه توجه وکړي ترڅو هوا پاکه شي.»

د کابل ښار یو بل  اوسېدونکی کریم الله بیا وايي:« هوا ډېره ککړه ده، سړکونه هم خرابه دي او ژمی هم په رانږدې کېدو دی. له دې وروسته به ژمي  کې خلک بخارۍ هم لګوي، دود به یې وي. هوا ډېره ککړه ده، موږ چې پر بایسکل ځو، وېښته مو له خاورو ډک وي، جمپر مو هم له خاورو ډک وي.»

 ځينې نور بیا وايي، د موسم له سړېدو سره د هوا د ککړتیا کچه هم ډېره شوې او له ماښام وروسته آن هوا نه شي تنفس کېدای.

دوی وايي، له سرپرست حکومته غواړي چې په کابل کې د هوا ککړتیا عواملو مخه ونیسي.

د کابل ښار یو تن  اوسېدونکی روح الله وايي:«  که د کمپنۍ له سره راوګورئ، نو دا ځای ټول په خاورو او دوړو کې پټ ښکاري. افرین دي د دې خلکو وي چې دلته نفس وباسي. زه درته وایم، چې دلته هوا ډېره ککړه ده. سړکونه هم ځینو ځایونو خام دي او موټرچلوونکي هم بې احتیاطي کوي او دا دوړه کوي. له دولته مو غوښتنه دا ده، چې دا شیان په پام کې ونیسي.»

ډاکتران هم د دې ستونزې پخلی کوي او زیاتوې، چې ککړه هوا کولی شې له نورو ناروغیو سربېره د سالنډۍ ناروغۍ ډېرهه کړي او تر څنګ یې د پلازمېنې د هوا ککړتیا کچې لوړوالی د اندېښنې وړ بولي.

ډاکټر سېد کاشف سعیدي وايي: « ناروغۍ ډېری د هوا ککړتیا له امله رامنځته کېږي، چې د سون توکي ډېرېږي او له امله یې تنفسي ناروغۍ رامنځته کېږي. نو د مخنیوي لپاره یې باید له ککړې هوا ځان وساتو.»

کابل ښاروالۍ او چاپیریال ساتنې ملي ادارې مسوولین وایي، د روان کال په پيل کې خبر ورکړی و چې د تازه جوړو شویو تګلارو په عملي کولو به وتوانېږي چې د هوا ککړتیا کچه راټيټه کړي.

 خو اوس پوښتنه داده، چې  د ککړې هوا د مخنیوي په موخه باید څه وشي؟

د کابل ښارولۍ استازی نعمت الله بارکزی وايي:« را روان ژمي کې د لوړ پوړو ودانیو او حمامونو مالکین دا حق نه لري څو له فېلتر پرته فعالیت وکړي، ګنې له قانوني چلن سره به مخ شي او له کابل ښاریانو هم غواړو څو په دې برخه کې له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي. »

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د تفتیش او د کنټرول امر انجنیر بصیر امین وايي:« د دود خپروونکو کارخونو او موټرو له اړونده ادارو هم ژمنه اخیستل شوې چې د هوا ککړتیا په صورت کې به یې فعالیت د چاپېریال ساتنې ادارې له لوري درول کېږي.»

د ښاریانو او کارخونو له لوري د لرګیو، ډبرو سکرو او ان پلاسټیکو سوځولو تر څنګ، کابل ښار ته څېرمه د خښتو په بټیو کې د زړو ټایرونو سوځول، هغه لاملونه دي چې په کابل ښار کې یې هوا ککړه کړې ده.

له دې مخکې، ځينو نړیوالو بنسټونو هم د هوا ککړتیا په تړاو راپورونه خپاره کړي او افغانستان یې هم په نړۍ کې یو له تر ټولو ککړو هېوادونو شمېرلی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist