Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل ښاریان د هوا ککړتیا اندېښمن کړي

کابل ښاریان د هوا ککړتیا اندېښمن کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/24

د ژمي له پیل سره سم د کابل ښار هوا تر بل هر وخت ډېره ککړه شوې، چې د ښاریانو اندېښنې یې زیاتې کړې دي.

د کابل ښار اوسېدونکي له ټولو اړوندو ادارو غواړي چې په بنسټیز ډول د یاد ښار د هوا د ککړتیا مخنیوي کې هڅې وکړي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي: « موږ چې کله له کوره بهر راووځو له ډېرو ستونزو سره مخ کېږو، هوا ډېره ککړه ده، د شپې له خوا د زغالو ډېر بد بوی وي، سترګې مو ترخې کوي او ډېرو ستونزو سره مخ کېږو. له حکومته مو غوښتنه دا ده چې په دې برخه کې جدي اقدامات ترسره کړي.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی وايي: « د کابل او جلال اباد هوا ډېر توپير لري، هلته ډېره پاکه او ښایسته هوا ده. موږ چې دلته راغلو زکام، سینه بغل او ان د ساه بندۍ ناروغۍ  راته پيدا شوې، ځکه هوا ډېره ککړه ده.»

د خلکو له لوري د ژمي په موسم کې د ډبرو سکارو او بې کیفیته نورو سون توکو سوځول او ځینې نورې چارې د کابل ښار د هوا د ککړتیا سبب شوي دي.

روغتیاپالان هم د ککړې هوا ډېروالي ته اندېښمن دي او زیاتوي چې، تنفس یې وګړو ته مرګونی او د ګڼو ناروغیو د پیدا کېدا لامل کېږي.

ډاکټر عبد الرزاق احمدزی وايي: « دغه ګازونه او کاربن ډای اکسایډ د ناروغیو د رامنځته کولو ځانګړې سرچینې دي او په تنفسي، قلبي او رواني ناروغیو د اخته کسانو ناروغۍ لا زیاتوي، چې لامل یې د هوا ککړتیا او د زغالو کارونه ده چې باید مخه یې ونیول شي.»

د کابل ښاروالي په ښار کې د ژمي په راتګ سره د هوا ککړتیا مني او ډاډ ورکوي چې د چاپېریال ساتنې ادارې سره یې ګډې د هوا ککړتیا مخنیوي لپاره هڅې پيل کړي.

د کابل ښاروالۍ استازی نعمت الله بارکزی وايي: « د ژمي په رارسېدو سره کابل ښاروالۍ له ځېنو ستونزو سره مخ ده، چې یوه یې هم د هوا ککړتیا ده. تاسې ته بهتره مالومه ده چې کابل ښار کې یو شمېر لوړپوړې ودانۍ دي، همدشان حمامونه او کارخونې دي چې دوی ټول د ډبرو له سکرو کار اخلي، دوی باید فلتر ولري او کابل ښاروالۍ په دې اړه څېړنه کوي او دا څېړنه یا بیا کتنه د ثور له میاشتې پیل شوې ده. له تحوله تراوسه په کابل ښار کې تر ۳۵۰ اضافه فلترونه نصب شوې دي ترڅو د ډبرو له سکرو او نورو برخو رامنځته شوی لوګی تصفیه کړي.»

له کابل سربېره هر کال د ژمي له پیله د هېواد په لویو ښارونو کې د هوا له ککړتیا د خلکو اندېښنې زیاتېږي، چې عامو خلکو ته یې د ژوند د چارو د ټکني کېدو سربېره، بېلابېلې روغتیايي ستونزې هم پیدا کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist