Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل ښاریان: د طالبانو په راتګ سره غلاوې ختمې شوي

admin by admin
2021/08/24

 د کابل ښاریان وایي، د طالبانو په راتګ سره هر ډول غلا، چور چپاول، رشوت او نورې ناخوالې ختمې شوي، خو په خبره یې  یوازې د حکومت اعلان او اقتصادي کمزورتیا پر خپل ځای ده.

دوی له طالب مشرانو غواړي،چې ژر تر ژره حکومت اعلان کړي، بانکونه خلاص او اقتصادي راکړه ورکړه پیل کړي.

د کابل ښار اوسېدونکی:« وړاندې چېرته ګرځېدی نه شولو. ازاد نه وو. په یوه نوم او بل نوم ځورول کېدو. خو اوس دا ګواښ نه شته.» 

د کابل ښار اوسېدونکی:« افغانان اوس  ټول په سکون کې دي. وړاندې به خلکو د خراب امنیت وضعیت له امله د شپې خوب نه شو کولای.څوک به د شپې له کوره بهر نه شو وتلی.کله به،چې راسره موبایل وه،جومات ته به تللم،کوڅه کې به راسره وېره وه،چې څوک یې رانه وانخلي. »

د کابل ښار اوسېدونکی:« موږ د طالبانو له حکومته  ډېر خوشحاله یو. خو یو شی اړین دی،چې کابل ښار کې بې نمبرپلیټه موټر ډېر تګ راتګ کوي او باید مخه یې ونیول شي.» 

کابل ښار ته راغلي طالبان بیا وایي، په ځان هر ډول ستخي تیروي،خو د خپلو هېوادوالو د ارام ژوند او هوساینې لپاره کار کوي.

طالبان وایي، مشران یې په سیاسي خبرو بوخت دي او ډېر ژر به یو ټول منلی حکومت اعلان کړي.

دوی له خلکو هم غواړي،چې ورسره همکاري وکړي او د ناسمو کړنو په اړه مالومات ورکړي.

د کابل ښار امنیت لپاره ګومارل شوی طالب وايي:« انشاء الله په دې نظام کې به هېڅ مشکل نه وي. غله به نه وي. دا اتو ورځو کې تاسو ته مالومه  ده،چې وړاندې د ماښام اوه یا اته بجې به شوې،څوک بهر نه شو ګرځېدلی. اوس الحمده الله د شپې یوه بجه، دوه بجې، درې بجې او هر وخت  چې وغواړي، خلک  کولای شي، وګرځي.» 

خلک له طالبانو غواړي چې د بې نمبر پلېټه موټرو او په ښار کې د روږدو کسانو د مخنیوي لپاره هم لاس په کار شي او بشپړه ډاډمنه فضا برابره کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist